تاند – د پاکستان صدراعظم نواز شریف  اجراییه رییس ته له ولسمشر اشرف غني سره تر اختلافاتو وروسته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې ده.

د اجرایي رییس دفتر وایي چې په سپیدار ماڼۍ کې د پاکستان له سفیر ابرار حسین سره د تر لیدو وروسته دا بلنه عبدالله عبدالله ته ورکړل شوه چې اسلام اباد ته ولاړ شي او له نوازشریف سره وګوري.

عبدالله عبدالله د ملي وحدت د حکومت له پیل راپه دې خوا د لومړي ځل لپاره تیره پنجشنبې پر ولسمشر اشرف غني ښکاره انتقاد وکړ او هغه یې د ملي وحدت د حکومت د توافقنامې پر نه عملي کولو تورن کړ.

له اجراییه ریاست څخه په خپاره شوي بیان کې عبدالله عبدالله د پاکستان له صدراعظم نوازشریف څخه مننه کړې ده او ویلي یې دي چې په مناسبت وخت کې به اسلام اباد ته سفر وکړي.

په کابل کې د پاکستان سفیر او د افغانستان اجرایيه رییس له ترورزم سره د مبارزې او د کابل او اسلام اباد تر منځ پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې.

په تیرې نژدې یوې اونۍ کې چې اجراییه رییس پر ولسمشر اشرف غني نیوکې کړې دي، د یو شمیر نورو بهرنیو هیوادو سفیرانو هم له عبدالله عبدالله سره خبرې کړې دي.

څه باندې دوې نیمې میاشتې مخکې هم عبدالله عبدالله غوښتل چې پاکستان ته ولاړ شي خو بیا په کابل کې چاودنه وشوه او د افغانستان حکومت حقاني ډله په دې برید کې تورنه وبلله. افغانستان اسلام اباد ملامته کړ چې د دې ډلې پرضد هڅې نه کوي او همهغه و چې اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم د پاکستان سفر وځنډاوه.

3 thoughts on “نوازشریف عبدالله عبدالله ته بلنه ورکړه چې اسلام اباد ته ورشي”
  1. دا خو کومه نوې خبره نه ده ځکه پاکستان د رامنځته کېدو سره سم هرهغه چاته خپله غېږه پرانیستې ده چي د افغانستان د مشروع حکومتونو په وړاندي درېږي

  2. Salamooona
    Fakistan hamisha wakht lapara pa dera mirana aw jurat sara de Afghanistan de mili gato pa khater krani ter sara kri aw pa yaw noom aw bal noom e afghanan yaw per bal moqabil ke estimal kri de laka mujahideen aw taliban aw nori dali .
    Dagha tash pa noom rais ejrya hes haq na lari che de rais jamhor de ejazi na safar wakri aw rasmi safar fakistan sara mashwari wakri ka shakhsi shakal sara zi haq da kho dagha mashar de mili gato na shakhsi Gato ta terjih warkawe zaka kho os Afghanistan ke qatal aw qootool rawan da. Bas allah de pa afghananoo warahmigi.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *