تاند: خبریال(ابوبکر جبارخېل)- د پاکستان لومړی وزیر میا نوازشریف وايي د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون په خپله افغانانو پورې اړه لري.

نواز شریف چې نن شنبه کابل ته په یوه رسمي سفر راغلی له ولسمشر کرزي سره یې په ګډه خبرې غونډه کې له افغانستان سره د ښو سیاسي او سوداګریزو اړیکو غوښتنه وکړه او دارنګه یې یو سوله ایز افغانستان د پاکستان په ګډون ټولې سیمې لپاره اړین وباله.

هغه وویل: (( پاکستان له افغانستان سره د ورورګلوۍ په فضا کې اړیکې غواړي، یوه سوله ایز افغانستان د پاکستان په ګډه ده، ۲۰۱۴ کال به له یو لړ ننګونو سره مخ وي خو هیله لرو چې امنیتي لیږد په ښه توګه ترسره شي، زه ژمنه ورکوم چې د ګډو اهدافو یعنې د سولې او ګډ ژوند لپاره به هڅه کوو.))

نوازشریف د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي تړون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې دا چاره د افغانستان اړوند وبلله او ویې ویل: (( افغانستان یو مستقل هیواد دی او د حاکمیت خاوند دی او دا د افغانستان حکومت پورې اړه لري چې امریکا سره د امنیتي تړون په اړه پریکړه وکړي، زمونږ ګټه د افغانستان ګټه ده او د وروګلوۍ فضا کې ژوند زمونږ هیله ده او مونږ د دوی پریکړو ته احترام لرو او کرزی د دوی مشر دی.))

پاکستاني لومړي وزیر همدا راز د افغاني طالبانو د دویم نمبر مشر ملا برادر اخوند په اړه هم څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه چې ملابرادر خوشې شوی او دوی موافقه کړې چې د یوه مکانیزم په کارولو  له برادر سره د سولې خبرې دوام ولري ترڅو یوې پایلې ته ورسیږي.

خو نواز شریف په داسې حال کې د ملابرادر سره د خبرو خبر ورکوي چې د سولې عالي شورا يو پلاوی تېره اوونۍ پاکستان ته تللی و او د سولې پر مسئله يې د نواز شريف په ګډون له نورو چارواکو سره هم خبرې کړې دي.

افغان چارواکو او سياسي کتونکو له ډیرې مودې راهیسې  پاکستان له وسله والو مخالفینو سره په مرسته تورنوي خو دغه هیواد بیا دغه تورونه نه مني.

په همدې حال کې افغان ولسمشر حامد کرزي له میا نوازشریف سره د خپلې لیدنې په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

هغه وویل: ((  دواړو خواوو و پتیله چې تروریزم او افراطیت باید له منځه لاړه شي او زمونږه هیله داده  ده چې د دغو ځالو له منځه لاړې شې ترڅو دواړه هیوادونه په ارامۍ کې ژوند وکړي.))

بل پلو د سولې عالي شورا هم تمه ښودلې چې افغانستان ته د نوازشریف سفر به د افغاني سولې او پخلاینې په برخه کې ډیرې ګټورې پایلې له ځانه سره ولري.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

2 thoughts on “نوازشریف: له امریکا سره امنیتي تړون افغانانو پورې اړه لري”
  1. بز بز نه مرد، که جو لغمان میرسد! پاکستان او د ترهګرو ځالو ړنګول ، هسې خیالي خبرې دي.پنجاب ترهګرو ته اړتیا لری او بې له ترهګرو پنجاب شتون نلري. ترهګر ما او تا ته ترهګر دی، دوی د پنجاب خپله ملیشه او پوځ دی.

  2. دپاکستان مشرا ن ډیر دوه مخی سیاستمداران دی دوی تل هڅه کوی ترڅو خپلی ګټی دنوروپه زیانونو کی وګوی مخکی تر دی هم دهغه هیواد مشرانو افغانستان ته سفرونه کړی خوتراوسه یی یوزره ګټه هم نده کړی دمالوماتو له مخی دوی پدی لټه کی دی ترڅو هلته فرقه ایزی جګړی او دخپل هیواد دطالبانو خوځښتونه په باکستان کی محدود کړی او دجګړی ټول ډګر دطالبانو په واسطه افغانستان کی متمرکز کړی له کله چی نواز شریف قدرت ته رسیدلی داسی لیدل کیږی چی په سرحدی سیمو کی دبی پیلوټه الوتکو بریدونه هم زیات شویدی اوپدی ټولو بریدونو کی له امریکی سره دهغه هیواد ځینی استخباراتی کړی هم غږی دی لکه پداتیرو دوه میاشتو کی دباکستانی او افغان طالبانوځینی مشران پدی بریدونو کی ترموخی لاندی راغلل اووژل شول چی دا ددی دثبوت ورکوی چی پاکستانی چارواکی نور په خپل هیواد کی له جګړی څخه پتنګ شوی اودلته په افغانستان کی هم دیوروڼ سباوون لپاره ناهیلی مخ په زیاتیدوده اوپاکستانی چارواکی لدی څخه هم اندیښنه لری چی که افغانستان له امریکی سره ټړون لاسلیک کړ نوبیا به دامریکایی پوځیانو دعملیاتو مخه له اوس څخه زیاته پاکستان ته واوړی نودا اودی ته ورته نوری نوری اندیښنی شته چی پاکستانی چارواکی دیوداسی سیاست په لټه کی دی چی دخپل هیواد ګټی یی پکی نغښتی وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *