ذبیح الله خورشیدی –
د امریکا ولسمشر بارک اوباما وړم ماښام اعلان وکړ چې ښایي راتلونکې اونۍ د پاکستان لومړی وزیر میا نوازشریف واشنګټن ته سفر وکړي.
پاکستاني رسنیو لا د هغه د سفر په اړه څه نه دي ویلي، خو خبر دي چې لومړی وزیر امریکا ته د یو جګپوړي پلاوي په ملګرتیا په دې ورستیو کې ځي.
د هند سره د اسلام اباد وروستي جنجالونه او له اسلام اباد سره د کابل سړې اړیکي په غالب ګومان د نوزاشریف د خبرو اصلي چورلیز وي.
امریکا ویلي، له ۲۰۱۶ کال وروسته به په افغانستان کې ۵۵۰۰ امریکایي سرتېري په ختیځ او سویدلودیځ ولایتونو کې د افغان سرتېرو د روزنې په پار تم شي.
وسلوالو طالبانو د امریکا دغه پرېکړه ډېره د واشنګټن په زیان بللې خو، هغه څه چې ډېر مهم دي هغه د افغان سولې بهیر دی چې طالبانو د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو ټینګار کړی او دایې امریکا ته سره کرښه ده.
امریکا او افغانستان په دې باور دي چې ترهګر د پولو اخوا په پاکستان کې دي ځکه امریکا په تېرو ۱۴ کلونو کې له دې هېواد سره د ترهګرو پرضد زیاتې مرستې کړي.
پاکستان د ترهګر پرضد روانې مبارزه کې هم افغانستان تېر ایسته او هم امریکا اوس زمونږ ګومان داده چې ښایي اوباما په ټوله کې نوازشریف ته ووایي، چې واشنګټن نور له تاسې سره په دې تړاو مرستې نه کوي او نه هم پاکستان په دې ۱۴ کلونو کې د افغانستان سره ریښتیتي همکاري وکړه.
له دې څو موده وړاندې امریکا له پاکستان سره خپلې مرستې وځنډولې نو ځکه نواز شریف غواړي د همدې غوښتنې د تازه کولو لپاره له اوباما سره بېلې خبرې وکړي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان لپاره په خپله تازه وینا کې وویل چې نور نه پریږي دي افغانستان د ترهګرو له ګواښ سره مخ شي.
د هغه په وینا افغانستان ورته نږدې ملګری هېواد دی چې حکومت یې ورسره امنیتي او ستراتیژیک تړونونونه لاسلیک کړي او باید دوی یوازې پرې نه ښوول شي.
اوباما ویلي هېواد یې د دې ملاتړی دی چې په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي خو تازه ژمنه یې دا وګړه چې نوازشریف سره به په وانشګټن کې خبرې وکړي.
د امریکا اداره به نوازشریف په دې تړاو د افغان سولې په بهیر کې همکارۍ ته قانع کړي چې دوی یوځل بیا د پاکستان سره خپلې مرستې تازه کړي .
اسلام اباد میاشتې وړاندې په لومړي ځل وسلوال طالبان د سولې خبرو ته نېغ په نېغه را کاږل چې وروسته د ملا عمر مړینې د سولې خبرې سبوتاژ کړې خو په کابل کې ورستیو وسلوالو بریدونو بیا د پاکستان او افغانستان اړیکې دومره بې باوره کړې چې ان کابل باور نه لري دغه هېواد به له دوی سره مرسته وکړي.
د افغانستان سیاسیون په دې باور دي چې امریکا او پاکستان وغواړي په افغانستان کې ثبات ټینګېدای شي خو دغه دوه هېوادونه د خپلو ګټو لپاره د زړه ګام نه اخلي.
د امریکا ولسمشر دا وړتیا لري چې نواز شریف باندې فشار راولي څو د وسلوالو ډلو له ملاتړه لاس واخلي او په دوی د تمویل سرچینې وچې کړي.
اوس افغان حکومت هم باید له فرصتونو ګټه واخلي او امریکا ته په زغرده ووایي ، چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاس وهنه کوي او دې خاورې ته ترهګر رالیږي.
پاکستان کې روان پېچلي حلات هم دا وایي، چې اسلام اباد کې د ترهګرو پټن ځایونه د دوی ملت ته هم ګواښ کېدای شي ځکه په دې ورستیو کې د دې هېواد سیاسي احزابو هم نوازشریف ته ویلي، چې نور نه غواړي له کوم هېواد سره په ړنډه جګړه کې ښکیل پاتې شي.
اوس که چېرته پاکستان په ریښتا هم له افغان حکومت سره ښه م��اسبات غواړي او یا هم د سولې غوښتونکی وي په خپلو نظامي سیاستونو کې دې بدلون راولي.
ځکه بې ثبات افغانستان د پاکستان په زیان دی.