تاند- د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف وايي حکومت یې له دې سره سره چې د طالبانو د غیرقانوني ډلې مشر د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، له دې ډلې سره د سولې د خبرو کلکه اراده لري.

پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړ چې نوازشریف په اسلام اباد کې د کابینې په بیړنۍ غونډه کې پر قبایلي سیمو د بې پېلوټه الوتکو د حملو د غندلو په ترڅ کې وویل: «دا بریدونه له یاغیانو سره د سولې د خبرو لپاره د حکومت هلې ځلې تر اغېز لاندې راولي.»

د پاکستان کابینې د حکیم الله مسود له وژل کېدو وروسته له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلولو لپاره بیړنۍ غونډه وربللې وه.

تر دې مخکې پرون د طالبانو ویندوی شاهد الله شاهد د خپل مشر حکیم الله مسود د وژل کېدو په اړه وویل«د پاکستان حکومت حکیم الله مسود پر امریکایانو وپلوره.»

ده همداراز وویل:«موږ له هغو کسانو سره خبرې نه شو کولی چې د امریکا لوبتکې دي او د واشنګټن له پالیسیو سره سم چلېږي.»

د جمعې په ورځ د امریکا د بې پېلوټه الوتکې له حملې وروسته پاکستاني طالبان له تېرو څو ورځو راهیسي د حکیم الله مسود پر ځای ناستي د موافقې لپاره بحثونه کوي خو شاهد الله شاهد وايي چې موقتاً یې عصمت الله شاهین مشر ټاکلی دی. تر دې مخکې دوی خان سید مشر اعلان کړی و.

پاکستان پوځ لر واټنه توغندی وازمایه

missileد پاکستان په یوه بل خبر کې ویل شوي چې د دغه هیواد پوځ نن د نصر د توغندیو د نسل حتف ۹ لرواټنه توغندی په بري وازمایه.

د پاکستان د پوځ لویې درستیزوالۍ وویل چې دا توغندی یې په پنجاب ایالت کې د پوځیانو د یوې مانورې په ترڅ کې ازمویلی دی.

پوځ وايي چې دا توغندی له مځکې څخه په مځکه کې ۶۰۰ کیلومتره لېري واټن ویشتلی شي.

One thought on “نوازشریف: له طالبانو سره د خبرو لپاره کلکه اراده لرو”
  1. وطن په توغندیو نه ساتلی کیږی، بلکه په متعهدو مشرانو او یو موټی ملت ساتل کیږی، پاکستان الحمد لله نه سپیځلی مشران لری او نه هم داسی سیاسی ساختار چی هلته د ی د هیواد ټول اتباع خپل حقه حقوق پکښی ووینی، هلته په یو بل د برتری او غلامی فضا حاکمه ده، داسی حالت د نړی په مخ په یوویشتمه پیړی کی هیچا ته هم د منلو وړ نه ده، هلته په بعضی قومونو سخت ظلمونه کیږی، او دهغوی مظالم د نړیوالو ځخه پت سا تل کیږی ددی هیڅ امکان هم نشته چی دا سی اوضاع دی نور د کلونو لپاره دوام ومومی ا وس هلته ټول قومونه ویښ شوی او د خپلواکی لپاره یی مبارزه شروع کړی او ډیر ی زیاتی قربانی یی ورکړی، تاسی وګوری د بلوچو د غیور قوم څومره ځوانان تری تم شوی او یا هم له خاورو لاندی شوی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *