تاند- د پاکستان صدراعظم د افغانستان د ولسي جرګې له ريیس سره په کتنه کې وویل چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پرېکړه د سولې د پروسې لپاره یوه مثبته نښه ده.
د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو په خپله څلورمه څلور اړخیزه غونډه کې، چې پرون /سې شنبه/ په کابل کې جوړه شوه، پرېکړه وکړه چې د راتلونکې مارچ په لومړۍ اوونۍ کې به د طالبانو په ګډون بله غونډه په اسلام اباد کې کوي.
نوازشریف نن /چهارشنبه/ په خپل دفتر کې د افغانستان د ولسي جرګې د مشر عبدالروف ابراهیمي په مشرۍ له افغان پلاوي سره په کتنه کې وویل چې له افغانستان سره داسي تلپاتې او هراړخیز مشارکت ته لېوال دی چې د دوو هیوادونو له امنیت او سوکالۍ سره مرسته وکړي.
نوازشرذیف د افغانستان سوله، ثبات او پرمختګ د پاکستان لپاره حیاتي وباله، ویې ویل چې پاکستان له افغانستان سره ورورګلویزو اړیکو ته خورا زیات اهمیت ورکوي.
نوازشریف وویل چې د دوو هیوادونو ترمنځ پیاوړې اړیکې به په سیمه کې د سولې او پرمختګ لپاره هلې ځلې غښتلې کړي.
د پاکستان صدراعظم اسلام اباد ته د ولسمشر محمد اشرف غني د تېر کال د سفر یادونه وکړه، ویې ویل چې پاکستان د دوو هیوادونو ترمنځ د اعتماد پر رامنځته کېدو تمرکز کوي ځکه چې اعتماد په ټولو برخو کې همکاریو ته لار هواروي.
نوازشریف وویل چې تروریزم د دواړو ګډه دښمن دی، افغانستان او پاکستان ته پکار ده چې د ترهګرۍ له بلا څخه د خلاصون لپاره په ګډه کار وکړي.
ده په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې او پخلاینې لپاره د پاکستان هلې ځلې ریښتونې وبللې. د پاکستان صدراعظم د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو د څلور اړخیزو غونډو په لړ کې شوي پرمختګونه وستایل، ویې ویل دوی سم لور ته ښه پرمختګ کړی دی.
د پاکستان صدراعظم په عین حال کې وویل چې افغانستان باید داسي شرایط برابر کړي چې افغان کډوال بېرته خپل هیواد ته په عزت او درناوي ستانه شي.
زما په اند دا وړۍ به شړۍ نشي