تاند- افغان او پاکستاني چارواکي وايي چې د پاکستان صدراعظم نوازشریف به د افغانستان د سولې او پخلاینې پر بهیر د خبرو لپاره راتلونکې اوونۍ کابل ته لاړ شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی اعزاز احمد چودري په وینا ښاغلی شریف به د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د نورو طالبانو د خوشي کولو او د سولې د بهیر په اړه وږغېږي.

نوازشریف، چې د جون په میاشت کې د پاکستان صدراعظم غوره شو، د شنبې په ورځ کابل ته ځي.

تر دې مخکې ده د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د اګست په میاشت کې په اسلام اباد او دغه راز د بریتانیا د صدراعظم په بلنه په لندن کې کتلي ول.

د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې یوه افغان چارواکي وویل چې د ښاغلیو کرزي او شریف د خبرو تمرکز به د طالبانو له مشرانو سره د خبرو د امکان په برابرولو کې د پاکستان پر مرستې وي.

افغان طالبانو په ځلونو د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو مخالفت کړی.

کابل له اسلام اباده مرسته غوښتي چې له طالبانو سره د دوی د خبرو د پیلولو لاره اواره کړي ځکه چې د دې ډلې مشران د پاکستان په خاوره کې اوسي او پاکستان پرې اغېز لري.

کرزي روانه اوونۍ مشورتي لویې جرګې ته ویلي و چې د افغانستان سوله د امریکا او پاکستان په لاس کې ده.

نوازشریف وروسته له دې افغانستان ته سفر کوي چې هیواد یې یو شمېر نور مهم طالب بندیان خوشي کړل.

د افغان چارواکو په وینا پاکستان تېره میاشت په لسګونو واړه طالبان خوشي کړل.

One thought on “نوازشریف د افغانستان د سولې پر خبرو کابل ته راځي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *