تاند- د پاکستان صدراعظم نوازشریف له ولسمشر کرزي سره له خبرو وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل یو وار بیا په دې ټینګار وکړ چې هیواد یې حاضر دی په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په بهیر کې له افغانانو سره مرسته وکړي
نوازشریف وویل، هماغه راز چې علامه اقبال ویلي و افغانستان د اسیا زړه بولي او د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې د ثبات لپاره مهم ګڼي.
نوازشریف او کرزي په خپل منځ کې له خبرو وروسته د خبریالانو په وړاندې لنډې خبرې وکړې او یوازې دوو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
نوازشریف وویل، باثباته او امن افغانستان د پاکستان په ګټه دی. ده له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل چې افغانستان اوس د خپل تاریخ په یوه حساس پړاو کې دی.« افغانان به په ۲۰۱۴ میلادي کال له چلینجونو سره مخامخ شي. پاکستان به د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.»
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هیله څرګنده کړه چې ترهګري په افغانستان او پاکستان کې پای ته ورسېږي.
ده همداراز وویل چې د پاکستان له ولسمشر نوازشریف سره یې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته وضعیت په اړه خبرې وکړې.
نوازشریف له ولسمشر کرزي سره د سولې په بهیر خبرې کوي
تاند- د پاکستان صدراعظم نوازشریف نن کابل ته راورسېد او په ارګ کې یې تود هرکلی وشو.
د ګارد له معاینې وروسته نوازشریف له ولسمشر کرزي سره رسمي خبرې پیل کړې.
ټاکل شوې ده چې په څو شېبو کې دواړه مشران د رسنیو د کامرو او خبریالانو په مخکې د خپلو خبرو د نتیجو په اړه معلومات وړاندې کړي.
د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم، چې پرون خپره شوې وه او خبریالانو ته یې په خبري غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه، ویل شوي و چې خبریالانو ته به د پوښتنې وخت نه ورکول کېږي.
له نوازشریف سره په دې سفر کې د ده د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی، د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی مرستیال طارق فاطمي، د بهرنیو چارو وزارت معین جلیل عباس جیلاني او څو نور چارواکي ملګري دي.
ټاکل شوې ده چې د دوو هیوادونو مشران په افغانستان او سیمه کې د سولې او پخلاینې د بهیر او له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په باب خبرې وکړي.
نوازشریف به د افغانستان د سولې د عالي شورا له غړیو سره هم وویني.
د اګست په میاشت کې کرزی په اسلام اباد کې کتلي و. وروسته په اکتوبر کې دواړو مشرانو د بریتانیا د صدراعظم په بلنه په لندن کې سره ولیدل. د افغانستان او امریکا چارواکي د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول ډېر مهم بولي.
سلام مينه والو ! زه بخبل اند ددى دو مهمو ريس جمهور صاحبانوصلاح اومشهورو تود هركلي كوم او نتايجو ته يي دمظلومو ميلتو به كته دخير دوعا كوم . دا خبره جه دافغانستان به مشري دمحترم نوازشريف كدون دسو لي اوامن به راوستو كي دا خبره بدي معنا و نه كارول شي جه مشر ته وي هر حه تا وكرل اوس يي زه نه منم بلكي اوسني احترام جه زما به اند دقدر ور دي دهميشه د باره بدي رابط بر حاي با ته شي او خبري به داسي فظا كي وشي جه د مشر كليمه احترام او ظوابت هيشه ددوارو طرفو داطمنان مصدر شي د دوارو ميلتو به خير او امنيت راوستلو به دوعا .
مونږ به د دواړو هیوادونو د مشرانو خبری په نیک فال ونیسو . خدای د وکړی چی دا ځل ښی پایلی ولری. که د دولتونو مشران لږ صادقانه فکر وکړی د دواړو هیوادونو ګټی په امن او اقتصادی پرمختګ کی دی . نن هیڅوک یواځی ژوند نشی کولای . یو بل ته اړ یو. دوی زمونږ د څښاک اوبو ته اړتیالری او مونږ د دوی غنمو او وریجو ته. دوی د منځنی آسیا هیوادو ته لار لټول غواړی او مونږ آزاد سمندر ته .مونږ ټول بیا د منځنی آسیا برښنا، ګاز او نفتو ته اړتیالرو. ټول سولی او اقتصادی پرمختګ غواړو نو بیا ولی مونږ ته دسیسی جوړوی