تاند- پاکستان وايي چې د دغه هیواد صدراعظم، چې چین ته په سفر تللی دی، له دغه هیواد سره د همکارۍ او تفاهم ۱۹ موافقې لاسلیک کړې.
د چین له مشرانو سره د پاکستان د صدراعظم محمد نوازشریف اکثره موافقې په پاکستان کې د برېښناکوټونو، د سړکونو او د اورګاډي د پټلیو د جوړولو په برخه کې د چینايي شرکتونو له پانګونې سره تړاو لري.
نوازشریف چین ته د افغانستان د ولسمشرمحمداشرف غني له سفره یوه اوونۍ وروسته لاړ.
ولسمشر غني له چینايي چارواکو سره د ستراتیژیکو همکاریو د موافقې ترڅنګ ۶۴ موافقې لاسلیک کړې.
نوازشریف چین ته تر روانېدو مخکې ویلي و چې له چینايي چارواکو سره به د ۴۵ ملیارد ډالرو په ارزښت موافقې لاسلیک کړي چې په نتیجه کې به یې پاکستان د برېښنا د کموالي له ستونزې خلاص شي او ورسره په یو وخت به په پاکستان کې یو ملیون خلکو ته روزګار برابر شي. خو له چینايي لورو سره د ده له موافقو داسي نه ښکاري چې دا هدفونه دې ترلاسه کړای شي.
نوازشریف د شنبې په ورځ چین ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د دغه هیواد له صدراعظم سره وکتل.
ده وروسته خبریالانو ته وویل چې د ده سفر او له چینايي چارواکو سره موافقې به تر یوه حده په پاکستان کې د انرژۍ د ستونزې له حل کولو سره مرسته وکړي خو د پاکستان حکومت ځان ژمن بولي چې دا مشکل به د تل لپاره حل کوي.
نوازشریف به نن /یکشنبه/ د اسیا- پسفیک د اقتصادي همکاریو د ټولنې په سرمشریزه کې ګډون وکړي.