تاند- د پاکستان صدراعظم نوازشریف امریکا ته تر روانېدو مخکې پرون /سې شنبه/ د پاکستان له امنیتي چارواکو سره مهمه غونډه وکړه. په دې غونډه کې د پاکستان او سیمې پر حالاتو خبرې وشوې.
د پاکستان د اطلاعاتو د وزیر پروېز رشید په وینا نوازشریف، چې راتلونکې اوونۍ واشنګټن ته په مهم سفر روانېږي، د پوځ له لوی درستیز او نورو مهمو چارواکو سره د سیمې پر وروستي وضعیت خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د پاکستان د لوی درستیز اشفاق کیاني تر څنګ د آی ایس آی مشر جنرال ظهیر السلام، د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي، د نوازشریف د بهرنیو اړیکو او د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز او د صدراعظم مرستیالانو ګډون درلود.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر بارک اوباما د اکتوبر په درویشتمه نوازشریف په سپینه ماڼۍ کې خپل حضور ته ومني.
د چارو د کتونکو په وینا پاکستان، چې په افغانستان کې د جګړې د جاري ساتلو لپاره د افغان طالبانو ملاتړ کوي، اوس له خپلو طالبانو سره په جګړه کې ښکېل دی.
د پاکستان حکومت او د پوځ ځیني جنرالان په پاکستان کې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د افغانستان د جګړې پای ته رسېدا ضروري بولي خو د پاکستان د پوځ ځیني جنرالان لا هم په افغانستان کې د جګړې د دوام ملاتړ کوي، دوی فکر کوي چې له پاکستاني طالبانو سره جوړ جاړی ګرانه کار نه دی او له بلې خوا له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو وخت ته ډېره موده پاتې نه ده.