محمد نوازشریف (د ۲۰۱۴ د جون ۱۴ مه

تاند- د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف وايي، حکومت یې هڅه کوي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې درېدلې خبرې بیا پیل کړي.

نوازشریف په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې، چې له تلویزیونه په ژوندۍ بڼه خپرېده، وویل چې اسلام اباد یو ځل بیا تیار دی چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د خبرو منځګړتوب وکړي.

پاکستان د جولای په اوومه په مري ښارګي کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو د لومړنیو مخامخ رسمي خبرو امکان برابر کړ چې په ترڅ کې یې د جولای په یودېرشمه د بل پړاو خبرو پرېکړه وشوه او حتي پر اوربند د جوړجاړي احتمال مطرح شو خو د ملا عمر د مړینې د اعلان پر سر د طالبانو په منځ کې اختلاف د سولې بل پړاو خبرې سبوتاژ کړې.

نوازشریف نن په داسي حال کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د بیا پیلولو د هڅې خبره وکړه چې طالبانو په افغانستان کې تشدد اوج ته رسولی دی.

په وروستیو درو ورځو کې څو نورو پاکستاني چارواکو هم وویل چې که افغانان موافق وي پاکستان تیار دی چې د دواړو خواوو د خبرو منځګړتوب وکړي.

5 thoughts on “نوازشریف وايي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د بیا پیلولو هڅه کوي”
  1. پاکستان د نور پوه شی چی افغانان به نور هیس کله هم د پاکستان په وعدو ونه غولیژی هر سه چی پیخیژی کیژی به خو افغانان به نور د پاکستان په منجگریتوب به د وسلوالو طالبانو سره خبری ونه کری زکه چی همدا پاکستان دی چی نوموری وسلوال تمویلوی او د افغانانو د وژنی لپاره چمتو کوی

  2. عزتمندولوستونکو، لیکونکو اوخاصتا دچارو مسولینو دپام وړ :
    دازمایلی بیا اوبیا ازمایل یو ځل بیا د خپل ځان خطا ایستل دی . پدی ټول پو هیږو چی هر څه د پاکستان پلاس چی دامریکی خاصه حمایه هم دځان سره لری ، پلاس دی خو پاکستان پدی کار کی هیڅ ډول صداقت او اخلاص نلری پلکه غواړی پدی پاندی خپل زور اوقدرت دیوی خوا وښی اودبلی خوا خپلوشومو موخوته ځان ورسوی ن نه داچی په افغانستان کی کی سوله راشی . دافغانستان سوله په هیڅ ډول نه دپاکستان په ګټه او نه هم پاکستان دافغانستان سوله غواړی بلکه په افغانستان کی جنګ او هر ډول بی ثباتی کی خپل خیر لټوی . نوځکه دسولی خبری او ناسته دپاکستا ن پرځای په یو بل هیواد لکه چین او یا قطر او یاترکیه کی وشی . ښه به وی نه پاکستان کی. .

  3. دژمې موسم رانژدې سويدئ داشيطان چټلستان همدا ئې کار دئ دژمې په وخت کي دسو لۍ ناري وهي او دپسرلۍ دموسم درارسيدو سره خاموشه او ټول حراميان داسلام تر نوم لاندي سره دآفغانستان وخاوري ته دوران کاري او سړي وژني لپاره راآستوي همدا ددوئ کار دئ اوآفغانان پدې مصروفه ساتې تر څو بيا وبل دوبې ته آماده ګې ونيسي او آفغانستان په کلو کلو دپر مختګ اواقتصاد څخه ليري وساتي او دخپل پلار پلان عملي کړي تر څو دوئ دافغانستان پر ملي شتمنيو لاس برئ پيداکړي او داهيواد چور او تاراج کړي هر هغه څوک چه دپاکستان په وعدو باور لري هغه تر پاکستان او تر آنګريز هم دآفغانستان وخلګو ته خطرناکه دي راسئ دجنرال رازق فرمول عملي کړو دطالبانو او دپنجاب دغلامانو تخم په هر قيمت چه کيږې ورک او نابود کړو دادسولي يوازنئ لاره ده او آيران دپامه ونه غورځوو چه دا هم فکې په کمه نه دئ. مننه

  4. The afghan government and the people do not have problem with the faki. This is the faki have a problem every wher around the world it is mean like a wild dog .faki need to solve their problem not Afghanistan
    Thank you.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *