تاند- د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف وايي هیواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هر راز مرستې ته تیار دی.

ده چې د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې د عالي شورا له پلاوي سره خبرې کولې، تاکید وکاوه چې پاکستان به په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره د اسانتیاوو په برابرولو کې هڅو ته دوام ورکړي.

نوازشریف وویل چې چې باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی او په دې لړ کې به له افغانانو سره همکارۍ ته دوام ورکړي څو ټوله سیمه سوکاله او امن شي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوي د پاکستان د سفر په ترڅ کې د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار سرتاج عزیز، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني او دغه راز د ملا عبدالغني برادر په شمول له یو شمېر طالبانو سره وکتل.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان صدراعظم په نژدې ورځو کې کابل ته راشي.

نوازشریف تېره میاشت په لندن کې د بریتانیا د صدراعظم په بلنه د افغانستان له ولسمشر سره په سیمه کې د سولې او پخلاینې پر بهیر خبرې کړې وې.

One thought on “نوازشریف وايي، هیواد یې په افغانستان کې له سولې سره مرستې ته تیار دی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *