تاند- د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف نن /دوشنبه/ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته ټېلفون وکړ او د تروریزم پر ضد د همکارۍ په اړه یې خبرې وکړې.
د پاکستان د صدراعظم دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل«نوازشریف د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته په ټېلفوني خبرو کې وویل، پاکستان له تروریزم سره، چې ګډ دښمن دی، په مبارزه کې له افغانستان سره د همکارۍ پر زیاتولو پر خپلې ژمنې کلک ولاړ دی.»
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي«صدراعظم په کابل کې د تروریستي برید په اړه د افغانستان له حکومت او ملت سره د پاکستان د خلکو له لوري خواخوږي څرګندوي.»
ده د کابل د شنبې د ورځې حمله، چې داعش یې مسوولیت په غاړه واخیست، په کلکه وغندله او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې ژوره خواخوږي او خواشیني څرګنده کړه.
دا په وروستیو لسو ورځو کې، چې نوازشریف د زړه له جراحي عملیاتو وروسته خپل هیواد ته ستون شوی، د دواړو مشرانو دوهم ټېلفوني تماس دی.
ولسمشر غني وویل، دواړه هیوادونه د تروریزم له بدمرغۍ سره مخامخ دي چې د دواړو هیوادونو خلک کړوي. ده له نوازشریفه د افغانانو پر ناورین د خواشینۍ څرګندولو په خاطر مننه وکړه.
د پاکستان صدراعظم وروسته له دې د افغانستان ولسمشر ته ټېلفون وکړ چې د شنبې په ورځ د کابل په حمله کې شاوخوا ۸۰ تنه مظاهره چیان ووژل شول او ۲۳۱ نور ژوبل شول. له دې سره په یو وخت ولسمشر غني د پاکستان جیو تلویزیون ته په یوه مرکه کې په افغانستان کې له ترهګرۍ د پاکستان د ملاتړ په پاب زغردې څرګندونې وکړې.
ده وویل:
«زموږ تر ټولو لویه ستونزه له پاکستان سره د دولتونو په کچه په اړیکو کې ده.»
له ښاغلي غني بیا وپوښتل شول چې ایا د پاکستان ستونزه تر طالبانو، القاعده او نورو ترهګرو هم د افغانستان لپاره لویه ده؟ ولسمشر وویل«دا د سیمې د ثبات لپاره اساسي مسله ده، دوې جګړې په یو وخت روانې دي چې یوه د رسنیو له لوري منعکس کېږي خو بله نه کېږي. پاکستان په ډیورنډ کرښه ۲ لکه پوځیان ځای پر ځای کړي او دا پوځیان په کلکه د هغو ترهګرو پر ضد جنګېږي چې پاکستان ګواښي. خو د تروریزم پر ضد د دوو هیوادونو ترمنځ نه همکاري لوی خنډ پېښ کړی دی او له همدې کبله مشکلات رامنځته شوی دي. ایا څوک له دې انکار کولی شي چې د طالبانو دفترونه په کوټه کې نه دي؟ تاسو د مرکې لپاره ورتلای شئ. که یې ادرسونه غواړئ موږ یې یقیناً درکولی شو. دوی په ښکاره جلب و جذب کوي، همالته تمویلېږي او په وسلو سمبالېږي او د نړیوالو قوانینو خلاف پناهځایونه لري.»
ولسمشر غني په دې باب چې د افغانستان حکومت د دې پر ځای چې له پاکستانه غواړي چې طالبان سولې ته حاضر کړي ولي په خپله له طالبانو سره خبرې نه کوي، وویل، کله چې د طالبانو هر مشر خبرو ته تیار شوی پاکستان نیولی دی او څرګنده بېلګه یې د ملابرادر دی.
ښاغلي غني په عین حال کې وویل چې د افغانستان حکومت تل طالبانو ته د خبرو باب پرانستی دی.
ولسمشر غني وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د پاکستاني طالبانو پر مشر ۱۱ ځلي برید کړی خو هر ځل بچ شوی دی مګر پاکستان یوه بېلګه نه لري چې ووايي د ملا عمر، ملامنصور او یا کوم بل طالب پر ضد یې حمله کړې ده. او دا په داسي حال کې ده چې منصور د پاکستان په خاوره کې ازاد ګرځېده او حتي د کراچۍ له هوايي ډګره یې پروازونه کول.
وایي که اول ځل دې تیرویستم تا دې خدای ووهي او که دوهم ځل دې تیرویستم ما دې خدای ووهي.
زمونږ جمهور ریس خو هوښیار او عالم شخصیت دی او امید دی چې دپاکستان دوه مخیتوب او منافقت ته به متوجه وي. اوس د پاکستان مثال د باران نه پټيدم د ناوې لاندې مې شپه شو پشان دی، ټوله نړۍ او امریکا ورته د شک په سترګه ګوري او امکان لري بندیزونه پرې ولګوي نو کوشش کوي چې بیا افغانستان ته په نزدیکت کوم چال ولوبوي او ځان پاک کړي. ګمان کیږي چې سلیم صافی هم د دولت او استخباراتو لخوا رالیږل شوی وي تر څو د افغانانو دریځ معلوم کړي ، مګر د اشرف غني څرګندونو ټول پاکستان ولړزاوه. اوس ځکه نواز شریف بیا د تلفون پوسیله شریف شو.
نواز شریف د تولی نری د کنارابونو غول اوخورل چه دا خبره یی کریده