تاند- د پاکستان صدراعظم نوازشریف نن په اسلام اباد کې د امریکا له سفیر سره په کتنه کې له متحدو ایالتونو سره د پاکستان د پیاوړو او ښو اړیکو لپاره د خپل هیواد پر لېوالتیا ټینګار وکړ، ویې ویل چې اسلام اباد به په افغانستان کې د سولې د هر پلان ملاتړ وکړي.
ښاغلي نوازشریف په اسلام اباد کې د امریکا له سفیر ریچارد اولسن سره په کتنه کې همداراز وویل:«پاکستان ځان ټولو هغو طرحو او ابتکارونو ته ژمن بولي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره وړاندې کېږي.
د پاکستان تریبیون ورځپاڼې له انلاین راپور سره سم نوازشریف کابل ته د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار سرتاج عزیز د وروستي سفر د پایلو په اړه له اولسن سره ورته نظر درلود.
دواړو خواوو پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د متوقع سفر په اړه هم خبرې وکړې.
ټاکل شوې ده چې ښاغلی کیري په لنډو ورځو کې پاکستان ته سفر وکړي. تر اوسه پوري څو ځلي پاکستان ته د نوموړي سفر ځنډېدلی دی.
نوازشریف امریکايي سفیر ته وویل چې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ته د ده پیغام ورسوي چې لیدو ته یې انتظار باسي.
په پاکستان کې د نوازشریف له واک ته رسېدو وروسته اسلام اباد د افغانستان د سولې له بهیره د ملاتړ په اړه څرګندونې زیاتې کړي دي.
پاکستاني چارواکي وايي چې دوی د قطر د بهیر د بېرته روانېدو غوښتونکي دي څو له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو مخکې د افغانستان شخړه حل شي.
پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې اسلام اباد د قطر د دفتر د پرانستل کېدو غوښتونکی دی.
د افغانستان د کورنیو جګړو په کلونو کې د پاکستان، په تېره بیا د افغانستان د ملي اردو او نورو بنیادي تاسیساتو په روانولو کې د پاکستان رول ته په کتو افغانان د نوازشریف پر نیتونو مشکوک دي خو یو شمېر کتونکي وايي چې که پاکستان اوس له زړه وغواړي چې د افغانستان په اړه له تخریبي پالیسۍ لاس واخلي نو دا کار ښايي تر بل هر چا نوازشریف ښه وکړای شي ځکه چې نوموړی پنجابی دی او پوځ هم پنجاب ته وفادار دی.
هیله ده چې په وروستي پاراګراف کې روانول په ورانول باندې واړوئ. درناوی