تاند- د پاکستان صدراعظم نوازشریف نن وویل چې په انتخاباتو کې د افغانانو پراخ ګډون د دې ښکارندوی دی چې افغانانو د دیموکرایتک کلتور د خپلولو پرېکړه کړې او ورسره مینه لري.
د پاکستان صدراعظم په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانانو له لوري په ولسواک (دیموکراتیک) بهیر کې ګډون به په سیمه کې د سولې او ثبات په راوستلو کې مهم رول ولوبوي.
د صدراعظم نوازشریف د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان خلکو ته د بریالیو انتخاباتو په کولو او د انتخاباتي پروسې په بشپړولو مبارکي ویلې ده.
نوازشریف په داسي حال کې افغانانو ته په انتخاباتو کې د بریالیتوب مبارکي وايي چې پرون د د ډیورنډ له پوري غاړې څخه د افغانستان پر څو سرحدي ولایتونو د درنو وسلو ګولۍ ولګېدې او افغان چارواکو او خلکو د دغو حملو هدف په افغانستان کې د انتخاباتو د بهیر ګډوډول وباله.
ویل کېږي چې صدراعظم محمد نوازشریف د پاکستان د تېر ملکي حکومت په شان له افغانستان سره د ښو او دوستانه اړیکو غوښتونکی دی خو د پاکستان پوځ او آی ایس آی له هغې پالیسۍ لاس نه اخلي چې د افغانستان لپاره د جنرال ضیا الحق د واکمنۍ په موده کې ترتیب شوې وه.
نوازشریف ویلي چې افغانستان د پاکستان ورور هیواد دی او پاکستان به نه یوازې له افغانستان سره د ولسواکۍ په ټینګښت کې مرسته وکړي بلکې د افغانستان له نوي حکومت سره به هم په سیمه کې د ژر تر ژره سولې او سوکالۍ په راوستلو کې همکاري وکړي.
د پاکستان صدراعظم هیله څرګنده کړه چې په کابل کې به هم د پاکستان په شان واک په سوله ییز ډول نوي ولسمشر ته ولېږدول شي او ولسواکي به په دغه هیواد کې لا وغوړېږي.
په همدې منځ کې پاکستاني ورځپاڼو د افغانستان په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون حیرانوونکی بللی دی.
دي نېشن ورځپاڼې ویلي چې په انتخاباتو کې د رای اچوونکو شمېر دومره زیات و چې په اکثرو مرکزونوکې رایپاڼې ختمې شوې.