تاند- د پاکستان د احتساب یا له فساد سره د مبارزې محکمې د دغه هیواد پخوانی صدراعظم او د هغه لور په قید محکوم شول.

دې محکمې نوازشریف په ۱۰ کاله او مریم نواز په ۷ کاله بند محکوم کړي دي.

محکمې، چې نن یې پرېکړه وکړه، د نوازشریف زوم کیپتان صفدر ته هم یو کال سزا ټاکلې ده.

د پاکستان د احتساب محکمې د قید ترڅنګ نوازشریف ۸ ملیونه او د هغه لور ۲ ملیون انګلیسي پاونډه جریمه کړي دي او په لندن کې یې د نوازشریف د اپارتمانونو د ضبط کېدو حکم هم صادر کړی دی.

نوازشریف وروسته له دې په قید او جریمې محکوم شو چې د پاکستان د احتساب د محکمې په وینا نوموړي خپلې بهرنۍ شتمنۍ پټې کړې وې.

خو نوازشریف او ګوند یې د محکمو پرېکړې په سیاسي انګېزه او د پوځ په لمسه بولي.

تر دې وړاندې د تېر کال په جولای میاشت کې د پاکستان سترې محکمې نوازشریف د پاناما د قضیې په تړاو له صدراعظمۍ کې لېري او له بیا کاندیدو محروم کړ.

د احتاسب د محکمې له نننۍ پرېکړې سره سم د نوازشریف لور مریم نواز او د هغې خاوند صفدر د روان جولای د ۲۵ نېټې په انتخاباتو کې له ګډونه محروم شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *