تاند، جمعه، د عقرب ۱۰مه: پاکستاني رسنیو په زندان کې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د روغتیايي وضعیت د بدترۍ خبر ورکړی دی.
ډاکټرانو ویلي، پر نواز شریف تازه د زړه حمله راغلې او نن جمعه یې هم وضعیت وخیم و چې له کبله یې ډاکټرانو تازه ټیسټونه شوي دي.
ګلف نیوز ورځپانې د ډاکټرانو له قوله ویلي، چې نواز شریف شدید ناروغه دی چې د لاهور په ختیځ کې یو روغتون کې تر تداوۍ لاندې دی او له هېواده بهر د تلو اجازه نه لري.
د نواز شریف شخصي ډاکټر عدنان خان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې ښاغلی شریف سخت ناروغه دی او د مرګ و ژوند له لوبې سره لاس و ګرېوان دی.
ښاغلي عدنان لیکلي، پر نواز شریف نه یوازې د زړه وړې حملې راځي بلکې د وینو د پلاکټونو میزان یې هم خورا ټیټ دی چې له کبله یې د پښتورګو تکلیف هم ډېر شوی دی: (( د شریف په وینه کې د شکرې اندازه هم خورا ټیټه او د وینې فشار یې لوړ تللی دی، له ناروغۍ سره د شریف روغتیایي وضعیت متزلزل او له کنټرول څخه وتلی دی.))
د ډاکټر عدنان په خبره نواز شریف په زیات احتمال په سرطاني تومور اخته شوی او باید د سرطان معاینات یې وشي خو په دغو معایناتو کې یې هم ژوند ته سخت خطر متوجه دی.
بلخوا محکمې هم د نواز شریف د درملنې لپاره د خوشې کولو امر اته اوونیو ته غځولی دی او له هغې وروسته به بېرته زندان ته ځي.
نواز شریف د افغانستان د ملي اردو له منځه وړونکی او د افغان تنظیمي رهبرانو د معنوي پلار په حیث مشهور پاکستانی سیاستوال او د دغه هېواد په تاریخ کې څو ځله صدراعظمۍ ته رسېدلی شخصیت دی.
نواز شریف چې خپل هیواد لپاره خپل ګاوڼډی مملکت برباد کړ زندان کې دی خو د نواز شریف سپي چې ګاوڼډي لپاره یې خپل هیواد تباه کړ رهبران دي ولس ته منلي عزیزان دي
پام مودی سیاف ځناوره ګلبدین ترهګره طالعمن یئ، ستاسو پلید شیطاني مخونه د سپي په میتیازو ومینځم او ستاسې پیروانو شعورکې د خره میتیازې
چې د ستېج سرته به وخوت ، خپله تر ټولو پورته لاسته راوړنه به ئې د افغانستان سل زره مجهزه اردو د تجهیزاتو سره له منځه وړل يادول ، په درد دې برکت وي ، د سپي په مرګ دې ومري چې بيائې تالي څټي فاتحې ته ورشي