د وظیفې لمړۍ ورځ وه، مازیګر له دفتره درې همکاران د عملې په موټر کې سپاره شو او کورونو ته وخوځیدو، د شعبې یو بل همکار مو د څه کار لپاره دفتر کې پاتې شو.

څنګه چې موټر مو حرکت وکړ نو د شاتنۍ څوکۍ یوه ناست ملګري غږ کړ: « دی هره ورځ تر ناوخته د دې لپاره ایساریږي چې مشر ته ځان وښيي چې ډېر کار کوي، ډیر چاپلوس انسان دی».

خوا کې ناست بل همکار مو هم ورسره د خبرو پړی ونیو او تر هغې یی سره وغزاوه چې کور یی ورسید او خداي پاماني یی وکړه.

شکر مې وویست چې له غیبته خو خلاص شو، خو شیبه تیره نه وه چې د شاتنۍ څوکۍ هماغه همکار مو د کوز شوي ملګري کارنامو ته شو.

ویل یی دی هم پر هیڅ نه دی خبر، د دوو خرو اوربشي نه شي بیلولای، خدای خبر د چا له برکته یی خوري. دا ځل ده سره د مخکینۍ څوکۍ ناست همکار مو ملګری شو، دواړه تر هغې پسې وو چې د وروستۍ څوکۍ والا کور ورسید، په کوزیدو کوزیدو کې یی هم یو څو خبرې پسې وشړلې. فکر مې وکړ چې ځه نو اوس خو به تر کوره ارام کینو، مګر څه خبر چې مخکې ناست ملګري سره مې د کوز شوي همکار په اړه ډیر څه په زړه وو، بده لا دا چې د اورولو لپاره یی هم له ما پرته بل څوک نه و، کور یی ودان یو څو شیبې غلی وو، خو چې شروع یی وکړه نو وروستی کوز شوی ملګری یی ښه یی بڼکې بڼکې کړ، له کومې ورځې چې ورسره اشنا شوی وو تر دې دمه یی ټولې بدۍ راته کتار کړې.

اوس نو زما نوبت وو، کور مې راورسید خو دوه زړی وم، که کیوزم نو حتمي ډریور سره به زما شجره راسپړي او که نه نو د هغه تر کوره به خدای خبر څومره لاره نوره وه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *