مرکزي حکومت دې د مور او میرې چلند پرېږدي.
پرله پسې شمېره: ۰۶
د نورزو قوم چې د افغانستان له لویو قومونو څخه شمېرل کېږي، د هېواد په شاوخوا ۲۶ ولایتونو کې مېشت دی. په ځانګړې توګه کندهار، روزګان، هلمند، نیمروز، فراه او بادغیس کې د نورو قومونو په پرتله دغه قوم څو چنده زیات دی او د احصایې له مخې یې شمېر شاوخوا شپږ میلیونه ښودل سوی دی چې یو امن غوښتونکی او ټولو قومونو ته په خپل تناسب اجتماعي عدالت غواړي.
دا قوم په حاکمیت کې د نشت په برابر دی. په ټول نظام کې وزیر، معیین، والي او حتی د ولایتونو په کچه امنیه قومندانان هم نه لري. په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې دې قوم ډېره قرباني ورکړه، خو حکومت ورسره په خپلو ژمنو کې پاتې راغئ. د کار خلک یې په کور کښېنول، ولسونه یې هره ورځ د بې عدالتیو او پراخ اداري فساد څخه رنځ وړي.
په دې وروستیو کې د دې قوم دوه لویې هستۍ شهید عبدالحبار قهرمان او شهید فرید بختور له لاسه ورکړې چې د دوی د قضیو په اړه هم حکومت هېڅ وضاحت نه دی وړاندې کړی او نه یې د هغوی معنوي حق پر ځای کړی دی.
دا قوم پر حکومت ژغ کوي چې خپل دغه توپیري چلند دې پرېږدي او دې قوم ته دې خپل حقوق ورکړي. کنه نو په ولایتونو کې به خپل مدني ژغ پورته کړي.مرکزي دفتر: کابل افغانستان خوشحال خان مېنه
د اړیکو شمېرې: ۰۷۸۰۸۱۲۵۷۶ــ ۰۷۱۱۶۸۶۸۶۸
برښنالیک: [email protected]
د اړیکو شمېرې: ۰۷۸۰۸۱۲۵۷۶ــ ۰۷۱۱۶۸۶۸۶۸
برښنالیک: [email protected]