تاند- د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس وايي چې د دوهم پړاو انتخاباتو د ابتدايي پایلو اعلان یې پنځه ورځې ځنډولی دی.

یوسف نورستاني د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د دوهم ځلي انتخاباتو د ابتدايي پایلو اعلان یې د چهارشنبې پر ځای راتلونکې دوشنبې ته د دې لپاره ځنډولی چې د انتخاباتو شفافیت تضمین او کره شي.

یوسف نورستاني، چې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې، وویل، د ۳۰ ولایتونو د ۱۹۳۰ محلونو رایې له سره څېړل کېږي. په دغو محلونو کې شک دی چې زیاتې رایې اچول شوي دي.

ده وویل چې د ابتدايي پایلو اعلان یې په دې خاطر ځنډولی چې د دغو څه باندې ۱۹۰۰ محلونو رایې وڅېړل شي او د انتخاباتو شفافیت یقیني شي.

ده زیاته کړه:«د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ۱۹۳۰ محلونو د رایو د څېړلو لپاره ابتدايي پایلې ځنډولي دي. د دغو محلونو د رایو له څېړلو وروسته به ابتدايي نتیجې د سرطان په شپاړسمه اعلان شي، په دې ډول به د خلکو شک لېري او د انتخاباتو پر خپلواک کمیسیون باور زیات شي.»

نورستاني د یوې پوښتنې په ځّواب کې وویل، که یوه ستونزه د مصلحت له لارې حل کېږي او د جنجال مخه نیول کېږي، تر دې ښه ده چې د چا وینې وبهېږي. که کاندیدان د سیاسي مصلحت له لارې موافقې ته ورسېږي، ښه ده.»

ده په عین حال کې وویل چې پر کمیسیونونو د چا له لوري فشار نشته.

0 thoughts on “نورستاني: د ابتدايي پایلو اعلان ۵ ورځې ځنډول شوی”
  1. Noristani sahib,1- ta che maslahat ghowari wali dee entekhabat wakara? wali dee da khalko weeni toye kari? 2-: ta che da yo TV nataq ta jawab na shee wali zeee? ka bia zee wali malomat na lar ? wali da khalko da weeno sara lobiy kawee, omid laram che wey gori ow ghawar pary wakary ow da chokiay na dee estfa warkari. dar pa dankhat darta waym ter bas ka nor da Afghanano weeniy ma towya da pakhatano weeny ma tawaya.

  2. دا نورستاني خو په خداى چي دير بي غيرته سرى ده. تاسو دده مصاحبه په طلوع تلويزيون كى وگوري چي په دير شرم د امرخيل په هكله خبري كوي ما په ژوند كى داسى بي غيرته او سست عنصره إنسان ندي ليدلى چى خپل يو ملگري چي جرم بي لا ندى ثابت شوى داسى خبرو وكري لعنت دي په دى بى غيرته وي

  3. فهیم جانه ! که دغه ډول او رنګ بی غیرته نه وای اوس به دوطن سر نوښت معلوم وه ډارن ګیداړان دی په ګیدړو چا …………………………………………. که دغ ګیدړ وی حا لت به مو نور هم خرابیږی اماده اوسی تیار سی اوسی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *