تاند – د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر په خبرې غونډه کې په کابل کې وویل چې په هغو سیمو کې چې د رایپاڼو د کمبود ستونزه پیدا شوې وه هلته یې نورې پاڼې استولې دي.

د نورستاني په وینا په ۳۳۳ مرکزونو کې د راییو د کمبود راپور دوی ترلاسه کړی و نو بیرته یې دا ستونزه هواره کړې ده. ده د کونړ د رایي پاڼو د کمبود خبره هم وکړه او ویې ویل چې دغه مشکل په هواریدو دی.

په دې اړه چې د ګوتې رنګ پاکیږي نورستاني وویل، دا ادعا سمه نه ده او همهغه رنګ استعمالوو چې په لومړي پړاو کې ترې کار اخیستل شوی وو.

نورستاني هیله څرګنده کړه چې انتخابات د مازدیګر په څلور بجو پای ته ورسیږي څو په رڼا ورځ د راییو ګڼل پیل شي.

په هلمند او کندهار کې په یو شمیر ولسوالیو کې په انتخاباتو کې د محلي پولیسو د مداخلې خبرونه خپاره شوې دي. ښاغلي نورستاني وویل چې ورته راپورونه دوی هم ترلاسه کړې دي خو دغه ډول ټول راپورونه سم هم نه دي ځکه چې د دواړو کاندیدانو ملاتړي پر یوه بل ځیني اضافي تورونه پورې کي.

د انتخاباتو تازه پیښې

د ګرشک په ولسوالي کې د معلم نور ولي خان او د ګرشک امنیه قوماندان هڅې کوي چې د عبدالله عبدالله په ګټه رایي د عبدالله عبدالله په ګټه راټولې کړي.

د هلمند په ولسوالیو کې د انتخاباتو څارنه کمزورې ده، خو په مرکز لشکرګاه کې  څارونکي شته.

د کابل په ځینو انتخاباتي مرکزونو کې بیروبار لږ دی.

په کندهار کې په ځینو سیمو کې رای پاڼې خلاص شوې دي.

د بلخ په چمتال او زارع ولسوالیو کې څو مرکزونه تړل شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *