تاند- د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس یوسف نورستاني نن په یوه خبري ناسته کې وویل چې د پنځو ولایتونو لس فیصده رایې څېړل کېږي.

نورستاني وویل، د نورستان، پکتیکا، پکتیا، خوست او غور ۱۰ فیصده رایې په نمونوي ډول بیا کتل کېږي او که چیري په دغو ۱۰ فیصدو رایو کې پنځه فیصده جعلي وې، د دغو ولایتونو ۵۰ فیصده رایې باطلوي.

دا په داسي حال کې ده چې د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله د خوست، پکتیا او پکتیکا د ټولو رایو د باطلېدو یا په دغو ولایتونو کې د درېم ځلي انتخاباتو د کېدو غوښتنه کړې ده.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس ښاغلي نورستاني د دواړو کاندیدانو له انتخاباتي ټیمونو او ملګروملتو وغوښتل چې د پکتیکا، پکتیا، خوسن، غور او نورستان د لس فیصده رایو د څېړنې د بهیر څارنه وکړي.

نورستاني دا هم وویل چې د ۳۳ ولایتونو۹۱اعشاریه ۵ فیصده رایپاڼې کابل ته رارسېدلي او سیستم ته هم داخلې شوي دي.

ویل کېږي چې شاوخوا ۴ نیم ملیونه رایې اشرف غني احمدزي ګټلي او شاوخوا ۳ ملیونه او ۲ لکه رایې د عبدالله عبدالله په ګټه صندوقونو ته اچول شوي دي.

0 thoughts on “نورستاني وايي، د ۵ ولایتونو ۱۰٪ رایې بیا کتل کېږي”
  1. دا خو دوئ غلطۍ ته لاره هواروی. که داسی ده نو ولی د پنجشیر او د بلخ رایی بیا له سره نه شمیرل کیږی؟ دوی په لوی لاس عبدالله ته د ګټلو زمینه برابروی. که ۵۰٪ رایه باطله شی نو څه پاتی کیږی. کمیسیون به بیا خلکو ته څنګه قناعت ورکوی او درغلی ثابتوي؟ خلک به څنګه له خپلو رایو دفاع کوي؟ یو څو کوڅه ډب سپیان په کوڅو کی وغپیدل، اوس د دی لپاره چی هغوی غلي شی، د خلکو له ‌ژوند سره لوبی کیږی؟
    دا خو هغه کسان وو چی عبدالله په ۳۰۰۰ افغانیو په کرایه نیولی وو، دا د افغانستان د خلکو نماینده ګی نه کوی. دا همهغه د پنجشیریانو قصه شوه چی وایی:
    یو خواښی له یوی انږور سره چی پنجشیرۍ وه جنجال درلود. نږور یی په داسی حال چی خپل لسټونی بډ وهلی وو، خواښی ته برګه کیدله . خپل لاسونه یی پړکول او هغی ته یی وویل ”ارام میشی یا سیل نشان بتم همسایه ها ره؟“ اوس هم عبدالله وایی چی ”ما ته چوکۍ راکوی که سیل نشان بتم همسایه ها ره…. “

    خدای دی خو دی وشرموی او د قدرت خوب یی نیمګړی پاتی شی..

  2. که زمونږ رایو ته په سپکه سترګه وکتل شی نو بیا به یی کرزی، نورستانی، عبدالله او نور انجام وګوري. عبدالله خو په چوک کی مزدوران د پیسو په زور سرکونو ته راوویستل خو د اصیل افغان له زوره به بیا ټول هغه وخت خبر شی که خدای ناخواسته زمونږ رایی باطلی شی. د اوس لپاره همدومره

  3. د پنجشېر ، بلخ او دای کنډیو رأیې خو ددوی خپلې دي . دوی غواړي اوس په پښتون مېشتو سیموکې د درغلیو په نامه فتنې را پورته کړي ، دهغوی په رأیو کې مهندسي او جعلکاري وکړي ، او خپل امتیازات تر لاسه کړي . او عبدالله عبدالله ګټونکی شي . خو دا کار په کرأیي کسانو نه تر سره کېږي . اوس خلکو رأیه ورکړې او د خپلې رأیې پوښتنه د سر په بدله سره کوي . لازمه ده چې د خلکو رأیو ته درناوی کړو . نه سپکاوی .

  4. Nooristani Sahib, Wali di khalko raye batilawe ki ye zor ne lari mung ta ye pregda chi di zor lara warta wahayo chi mung chok yoo aw di Kabul ter panjsher ter sorveyoo pori yee weligo. Aw mung di cha vera ne laro mung ta mili gati ter tolo muhemi di aw munga ne di Pakitan aw ne di Iran jasusan yoo pe hamdi khwara ki paida yoo aw hamdelta be dide khawre di para zan qoubanawoo ki doi cheri muzaheri kawi no mehrabani di wekre leg di le seraiyee samali chekha beroon ravevzi che rasara malomi ko aw merhrabani vekre di ma paigham ter doi werwarasavei aw pe di hela chi doi ham ma ta pe jawab ki chup pate neshi.

  5. مافيا د خپلو پليدو موخو لپاره ټول ملک د تباهۍ کندې ته برابر کړيدئ ، چې د يو چا د بريا لپاره لارې سنجول کيږي څه ضرورت وو چې ټولټاکنې وشي ، اود ټول ملت په غرور او میړانه لوبې وشي ، افغانانو ته دوه سرنوشته په مخ کې پراته دي چې يابه سمې لار ته چې پکې د ټولو حق خوندي او د سولې او ورورولۍ ژوند وی يا به د قسم خوړلو دښمنانو بريا ، ګډوډي ، د ملک ټوټه ټوټه کیدل او د وطن د نـنګ اوپت د سرسړي د مخ پټو دښمنانو پواسطه ترور او په دار ځړول وی ـ پاک رب دې پدې مظلوم ملت رحم وکړي ځکه چې دا اوبه د سر څخه خړې او مردارې دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *