دا به ومنو چې ډېرې ستونزې شته او د ولسمشر غني را نیولې ان تر یو عادي مؤظف او منسوب پورې ټول ور سره لاس او ګریوان وي، خو دا په دې معنی نده چې حل لارې نه لري او نه یې هم د حل په لارو چارو بحث او کار نه دی شوی او یا شروع نه دی، دا ټولې ستونزې او ننګونې لکه د غرونو چې نن د خلکو پر وړاندې ولاړې دي په تدرېجي ډول له منځه تلونکي دي.

داسې نه شي کېدلای،چې دې ټولو ستونزو او ننګونو ته په یو ځل د پاېښت او یا د مخوې نقطه کېښودل شي او نه داسې امکان لري چې دا خپل بار د بل په اوږو ورواچوې او خپل ځان ترې بې غمه کړې او یا  دغه بار بل چا ته د محول کولو په هڅه کې شې. په نسبي شکل امکان لري چې ته یې د ځان د بهبود لپاره دا چاره تر سره کړې، ولې قانون مجاز نه ده، ګرځولې او نه یې مشروعیت ورکړی.

ولې په افغانستان کې موضوع په بل ډول تعبیر شوې او دلته خلکو دا خپل عادت ګرځولی چې خپل هغه کم پېټی په پورته کولو سره یې د سړي په ساه کې استمرار ته ټکان او ضربه هم نه ورکوي او نه هم د چا ژوند د هغې زاویې څخه تهدیديږي بل ته په ناوړه ډول او یا هم د خولې په چنګولو سره سپارې.

راځم، دې ته چې کومې داسې سختې شیبې وې او یا د فشار خطرناکه ګروپ، چې د ټاکنو خپلواک کمیسون مشر یې دې ته واداره کړو چې غني بابا ته استعفا وړاندې کړي او هغه یې هم بېدون له نظر تیرولو ومني.

 مخکې له دې چې د نوموړي کاري موده پای ته ورسېږي، هغه وخت چې قانون ورته ټاکلی او د ریاستي رژیمونو له اهمو حصوصیاتو له جملې څخه دی.

په هر صورت داسې ښکاري، نوموړی چې د کومو اهدافو لپاره مقرر شوی وو،  د تقرر له وخته د خپلو مقاصدو د لاسته راوړلو په هڅه کې و چې بالاخره بریالی شو.

چې اساسي موخه یې هم همدا کېدلای شي چې د افغانستان سیاسي خط مش، سیاسي کړنلارې، ستراتېژۍ، ملي پالېسۍ او حکومتولي د وخت د خطرناکو داړه مارانو په خوله کې ور ګذار کړي. هغه چې لا هم په غرب کې د سترو جهادیانو په نومونو یادیږي او د نوو عایداتي لارو په جوړولو بوخت دي، تر څو خپلو نفوذیانو او زیر دست اشخاصو لپاره د زهرو ډکه مړۍ د هغوی خلق ته ور ورسوي او په دې ډول تهاجمي حالت د ځان لپاره غوره کړي.

ده په خپلو خبرو کې یادونه کړې وه، له دندې یې د لاس په سر کېدو یو لامل دا دی چې د دوی په چارو کې مداخله کېدله او دوی ته استقلالیت په خپلو چارو کې نه و ورکول شوی.

بله دا، چې ده ویلې دي د حکومت مديريت ورته د ضعف ډک ښکارې او د ملي وحدت حکومت لا تر اوسه نه دی، توانېدلی چې د خلکو پوښتنو ته قناعت بخشه ځوابونه ورکړي او هغه ژمنې چې ده د  نماینده ګۍ د لاسته راوړلو په برخه کې یې خپلو خلکو سره کړې وې، لا یوه یې هم نه ده پوره کړې.

دا خبره، درسته ده، چې د ملي وحدت حکومت هغه ژمنې کومې یې چې له خلکو سره کړې وې، تر ډېره نه دې پوره شوي، مګر د دغه ژمنو لپاره بنسټیز پلانونه په لاره اچول شوي او لرې نه ده چې د غني په موجودیت کې به د ټولو دردمندو، زورېدلو افغانانو هیلې او ارزوګانې په رښتیا بدلې شي او هغه خوبونه چې دوی یې د صحي تعبیر په تمه وه، اظهار شي او که خیر و،  له تحمیلي او مرمزو جګړو چې اصلیت یې په تورو دېوالونو کې اخښل شوی او تړل شوی، ترې خلاص شوو.

احیاناً که د دغه ستونزو لمن پراخه شي او موجوده نظام د کومې بلا ښکار شي، نو دا په یاد ولره چې د دې کړاونو زېږنده هم ته یې دا ځکه، که تا په هغه وخت کې د ولس سرنوشت دې په لاس کې وو، د خلکو رایې درته یادوم په خپل وخت سره سمه نتیجه په علني ډول خلکو ته ښکاره کړې وه نو نن به یو فرمان صادرېده او خلکو به هم یوه لاره خپلوله، دا دومره رنجونه به نه لیدل کېده او نه به دا دومره ځوانان د خپل روسوخیت سره سره چې اکثریت یې په حرفوي او مسلکي زده کړو سمبال دي، نورو هېوادونو کې د بدمرغۍ ورځې او شپې نه تیرولې، خو دا ستا برکت دی چې نن په داسې مکان کې قرار لري.

په ځای پرېکړه به ستا په حق کې دا وي چې له هېواده نفې او یا تبعید شې.

د ودان افغانستان په هیله !!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *