تاند، جمعه، د میزان ۵مه: د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دا ځل ټاکنو کې به روڼتیا ته زیات پام وکړي او یوازې هغه رایې به ورته د اعتبار ولري چې بایومتریک شوې وي.

د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ نن مازیګر په یو خبري کنفرانس کې وویل، په ټاکنو کې به د بایومتریک په مرسته د رایه ورکوونکي انځور اخیستل لازمي وي او بې بایومتریکه رایې به باطلې وي: (( بې بایومتریکه رایه باطله ده، بل هیڅ امکان نشته، یوازې به له همدغې دستګاه څخه رایې شمېرل کېږي.))

نوموړې وایي، ټاکنو ته بشپړ تخنیکي چمتووالی لري او په وینا یې چې ډېر ژر به د کارول شویو رایو شمېر هم اعلان کړي خو دا یې ونه ویل چې د ټاکنو پایلې به څه وخت اعلانوي؟

نوموړې دغه راز وویل، د ټاکنو په ورځ به رایه اچونه د سهار په اووه بجو پیل شي او تر ماسپښین دریو بجو پورې به دوام وکړي.

د ټاکنو کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره یې ۵۳۷۳ مرکزونه تثبیت کړي وو، خو له دې منځه به یې ۴۴۵ مرکزونه د ناامنۍ له کبله تړلي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *