حوا علم نورستانۍ

تاند(شنبه، د عقرب۲۶) د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ اعلان وکړ چې له نن (یکشنبې) څخه د رای شمېرنې بهیر بیا پیلوي.

مېرمن نورستانۍ وویل چې دا بهیر، چې تېره اوونۍ د یو شمېر کاندیدانو د اعتراض له کبله ځنډېدلی و، د هغوی له استازو سره له خبرو وروسته پیلوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون غړیو د جمعې او شنبې په ورځو د معترضو کاندیدانو له غړیو سره اوږدې خبرې وکړې.

اغلې نورستانۍ، پرون ماښام په یوه خبري غونډه کې له ټولو انتخاباتي ډلو او څارونکو وغوښتل چې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره د شفافو او رڼو پایلو په اعلان کې مرسته وکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي چې په ۲۰ ولایتونو کې یې د رایو تفتیش او بیا شمېرنه بشپړه کړې او اوس به دا بهیر په پاتې ۱۴ ولایتونو کې هم بشپړ کړي.

دې د ۲۶۲ انتخاباتي محلونو او ۱۳۹۴۹ رایو په اړه، چې د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم وايي، تر وخت مخکې ثبت شوي، وویل چې دا چاره به وڅېړي او که ثابته شوه چې په دې برخه کې درغلي شوې ده، بې اعتباره به یې اعلان کړي.

اغلي نورستانۍ بیا بیا ټینګار وکړ چې یوازې د بایو میتریک معلوماتو لرونکې رایې به ومنل شي.

دې په عین حال کې وویل چې د افغانانو پاکې رایې باید ضایع نه شي ځکه چې هغوی په سختو امیتي شرایطو کې ورکړي دي.

One thought on “نورستانۍ: د رای شمېرنې بهیر به بېرته پیل شي”
  1. د انتخاباتو کمیسیون باید مستقل او خپلواک وي. د کاندیدانو ډله او یا کوم بل څوک حق نه لري هلته خپل فرمایشات مطرح کړي . البته که څوک اعتراض لري ، دوی کولای شي خپل وړاندیزونه او شکایتونه دواړو کمیسیونونو ته وړاندې کړي.
    د انتخاباتو له حق نه باید هېڅوک محروم نکړل شي ، ټول بالغ ، عاقل افغانان چې د محاکمو او قوانینو له خوا د رایې ورکولو له حقه محروم شوي نه وي ، باید خپله ایماني او ملي دنده اجرا کړي او پدې ملي پروسه کې برخه واخلي.
    بایومتریک او له تکنالوژي ګټه اخیستل ښه کار دی . اما افغانان لا تراوسه له دې تکنالوژي نه متاسفانه په موثر ډول ګټه نشي اخیستلي. د برښنا انرژي او انترنت نشتوالی ، د افغانستان غرنی موقعیت ، د مافیایی ، تروریستي او جنګي ډلو شتون د دې مهمې ملې پروسې غټ مانع کېدای شي.
    د اوس لپاره ستاسو بایومتریکې دستګاوې د میلیونونو افغانانو د واقعي رایو د بطلان او له اصلي حق نه د محرومولو په معنی دی. د افغانستان ولس او افغان ملت په ډېرشوق او د خپل سر د قربانۍ په بیه د انتخاباتو مرکزونو ته حاضر شول او خپلې رایې یې استعمال کړې ، خو متاسفانه دې بیروکراتیک سیستم او د منم، نه منم کلتور ولس له خپلو رایو پښېمانه کړ.
    په راتلونکې کې د انتخاباتو لپاره باید د برښنایی تذکرو درلودل تر ټولو لومړی شرط وي. البته د نوم ثبتولو پروسه هسې د وخت ضایع کول دي. خو که بیا هم ډېر اصرار کوي د افغانستان ټول اتباع چې په هرځای کې وي کولای شي له انتخاباتو یوه هفته یا یوه میاشت مخکې د انتخاباتو دفترونو ته باید مراجعه وکړي او خپل نومونه ثبت کړي تر څو دوی پوه شي چې په کوم تعداد رای پاڼې ورولېږل شي.
    د رایو شمېرلو پروسه باید دومره اوږده نه شي ، په لومړۍ اونۍ کې نتایج د افغانستان ملت ته اعلان او کاندیدان هم باید د دموکراسي اصول زده کړي. د نه منلو ترټولو زشت او قبیح فرهنګ سره باید د تل لپاره خدای پاماني وشي او پرځای یې په ورین تندي سره خپل بریالي سیال ته د مبارکي او همکاري فرهنګ رواج شي.
    تر ټولو مهمه موضوع د انتخاباتو د کمیسیون خپلواکي ده چې ريیس او د مشرتابه ټول غړي یې باید کامله بېطرفه او په خپل مسلک کې پوه کسان وي ، د ملا او نجار موجودیت پدې کمیسیون کې د اوس په شان د ناندریو سبب کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *