تاند، شنبه، د میزان ۲۷مه: د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ نن شنبه اعلان کړه چې کمېسیون د تخنیکۍ ستونزو له کبله ونه توانېده چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې پر وخت اعلان کړي.

نوموړې زیاته کړه، د یو شمېر نوماندانو څارونکي هم په غیر قانوني ډول د ټاکنیزې پروسې د ځنډېدو لامل کېږي.

 نوموړې وویل، د ټاکنو د پایلو د روڼتیا په خاطر یې د تخنیکي ستونزو د حل لپاره په خپل وخت د ټاکنو د پایلو اعلان ځنډولی دی: (( دا چې پر وخت مو پایلې اعلان نه کړې له ولس څخه بخښنه غواړم.))

 ټاکل شوې وه چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې نن شنبه د میزان په ۲۷مه اعلان شي،خو تر دې وړاندې هم د کمېسیون ځینو سرچینو تاند ته ویلي وو چې کېدای شي د ټاکنو پایلې له دریو ورځو تر یوې اوونۍ وځنډېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *