تاند، دوشنبه، د میزان ۱۵مه: د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون ویاند د هغو څرګندونو په ځواب کې چې د پایلو اعلان به لږ تر لږه ۵۰ نورې ورځې ونیسي ویلي دي، چې د ټاکنیزو پایل اعلان ځنډولو لپاره هیڅ دلیل او بهانه نشته.

د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ نن دوشنبه په یو خبري کنفرانس کې وویل،  د ډیجیټل سیسسټم او معلوماتي بانک ته د رایو د رسولو کار روان دی او د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د میزان په ۲۷مه اعلان کړي.

اغلې نورستانۍ وویل، نړیوال همکاران یې هره ورځ  د کار د جریان څارنه کوي او هغوی هم د دوی له رڼو کارونو راضي ښکاري.

 همدا راز د ټاکنو کمېسیون غړي مولانا عبدالله هم وویل چې د ټاکنو د پایلو په اعلان کې د ځنډ هیڅ دلیل نشته، خو که تخنیکي ستونزه راغله بیا به هم له خلکو سره خبره شریکه کړي.

په همدې ناسته کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشرې زهره بیان شینوارې وویل، تر اوسه ورسره له ټاکنو څخه ۴۵۲۸ شکایتونه ثبت شوي دي چې پلټنې او ارزونه یې هم پيل شوې ده.

 همدا راز دواړ کمېسیونونو ټینګار وکړ چې یوازې بایومتریک شوې رایې به شمېرل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *