تاند، پنجشنبه، د قوس ۷مه: د ټاکنو کمېسیون وايي، ۱۳۷ زره رایې چې کاندیدان یې باطلېدل غواړي، انالوګ نه دي بلکې بایومتریک رایې دي او دوی ته اعتبار لري.
د کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ، د عبدالله عبدالله ګواښ ته په اشاره وویل، دوی له چا نه ډارېږي نه هم د کومې مشخصې ډلې فرمایشونه منلی شي.
نوموړې نن غرمه په یو خبري کنفرانس کې ویلي، دوی هغه رایې چې بایومتریک وي، ټول معلومات یې بشپړ وي، نه شي کولی چې هغه رایې باطلې کړي: (( په ۲۶ ولایتونو کې مو د رایو بیا شمیرنه بشپړه شوې، په یو ولایت کې روانه ده خو متاسفانه په ۷ ولایتونو کې د اعتراض له کبله ولایتي ټاکنیز دفترونه تړل شوي دي.))
نوموړې ویلي، له ټآکنیزو ټیمونو سره یې له سلو زیاتې جلسې نیولي او ټول لوري یې له وروستیو اقداماتو څخه باخبره ساتلي دي: (( له ټاکنیزو ډلو هیله کوو چې زموږ مخه مه نیسئ، زموږ کاري ټیمونه خپل کار ته پرېږدئ، پایلې به شفافې اعلانوو او زموږ په کار به راتلونکي نسلونه قضاوت کوي.))
نوموړې ویلي، کمېسیون په خپلواک ډول عمل کوي، د چا تر فشار لاندې نه راځي او ژر به ټاکنیزې پایلې اعلان کړي.
خو دا په داسې حال کې ده چې دوه ځلې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د نېټې تر ځنډېدو وروسته کمېسیون لا بله نهايي نېټه د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره نه ده اعلان کړې.
د انتخاباتو مستقل کمیسیون د تاریخ او ملت په وړاندی دروند او سرنوشت ساز مسؤلیت لری ، باید په پوره اخلاص ، امانت داری او بی طرفی سره د ملت امانت ( د رایو مجموعه او نتیجه ) ملت ته په پوره صراحت او رسا غږ اعلان کړی ، تر څو د ملت انتخاب شوی رهبری او د ریاست جمهوری امانت هغه چا ته چه ملت رایه ورکړی تفویض شی . هرڅومره ژر چه دا کار امکان ولری دا کار تر سره شی ترڅو دملی ضد او تفرقه اچونکو په قدرت مینو ، خودخواه سیاسی تجارانو تشویش اچونکی پروپاګنډه خفه کړل شی . البته دهغو کړیو هیڅ پروا ونه ساتل شی کوم چه ملت ته یی د خپل شکست ، غدر ، د بیت المال د حیف ومیل او ملی شتمنیو او جایداداونو د غصب ، او همدارنګه د عدم اهلیت ، عدم خلاقیت ، زورګویی امتحان ورکړی او ملت اوس په دی ډیر ښه پوه شوی چه د افغانستان رهبری صرف په ادعا نه ، بلکه په کرداراو ابتکار ، په علم او تجربه ، په سیاسی پوهه تقوی او ملی هوډ ، نه په زورګویی لاسته کیدی شی . بلی ملت په دی هم پوهیدلی چه په هغه کسانو چه ښکلی عناوینو او ادرسونو ته یی ځانونه منسوب کړی ؤ په کلونو کلونو اعتماد کړی ؤ خو متآسفانه دی جنابانو ددی ځوریدلی ملت په قربانیو او ووینو باندی څومره ناروا تجارت کړی . دا آشخاص ملت د تجرید خواته ټیل وهلی ، ځکه ملت ددی نه وروسته یوازی اعتماد نه حساب هم غواړی .