تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۱مه: د ټاکنو کمېسیون رئیسه حوا علم نورستانۍ وايي، په یو شمېر ولایتونو کې یې د یوې مشخصې ټاکنیزې ډلې لخوا د دفترونو تړلو له کبله شاید د عقرب په ۲۳مه لومړنۍ پایلې اعلان نه شي.
اغلې نورستانۍ په یو خبري کنفرانس کې نن وویل، په ۲۰ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه بشپړه شوې ده، خو یو شمېر ټاکنیزو ډلو په ۱۴ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې مخه نیولې او په دې پروسه اعتراض لري.
اغلې نورستانۍ بې بایومتریکه رایې د درک وړ وبللې، خو وایي یوازې بایومتریک شوې رایې د اعتبار وړ دي.
نوموړې همداراز ټینګار وکړ چې په فساد او درغلۍ کې ښکېل خپل کارمندان به ژر تر ژره د شکایتونو کمېسیون ته معرفي کړي.