د جرمني د سوشل دفتر کې ناست وم او په ستر کاغذ لیکلي مې ولید، چې پرې لیکلي:

،، …  او د شورماشورڅخه یوغږ وشو او ویل یې:خانده او خوشاله اوسه، کیدی شي نوره هم بده شي.

نو: ما خندل اوخوښ وم او نوره هم بده شوه،،.

موږ په افغانستان کې له دې څلوېښتو کالو را په دېخوا د داسې غمیزې سره ګیر یو، دا ټولو ته روښانه ده. دا چې څه کیده اوڅه به وشي، وړاندویینه یې نه شوه کیدی اونه شي کیدی. همدا تازه یې بیا شاهدان شو. د دې علت دا دۍ، چې موږپه افغانستان کې منظم څه نه لروده او نه یې لرو، په دې ژوند کې مو ګډوډي واک لري، دا چې ولې، دا به دلته نه څیړو، خو دې روان حالت ته ګوته نیسو، چې څنګه روان دۍ.

ډېر له جنګه ستړي یو او د روغې غږ چې وشي، نو سملاسي ورته ښه لید لرو، خو ایا دا به فاتامورګانه (غولوونکې لمر وړانګې. هغه په ووړي کې، چې په ډاګ کې سړي ته اوبه برېښي) وي اوکه څنګه؟

دا څوک چې ورته خوښ وو، ولې اودا چا چې شک په کې ګاڼه ولې؟

د دې له پاره هرڅوک خپل دلیل لري، خوزه به همدا خپل اند پرې څرګند کړم.

دا چې دا روغه څنګه راځي، په دې خو زموږ د حکومت په واک کې افغانان هم نه وو خبر تر جمهورریس پورې اوهغه لورته خو د پاکستان د حکومت پورې هرومروټول ترې خبروو، ځکه چې دا روغه د هغوي په پوره مشوره او واک کیده او کیږي به هم. جمهور ریس ته ان تردې چې د سولې مسوده لوستل کیږي اویا یې داسې چټکه لوستلوته ورکوي.

ما ته خو دا د روغې پروسه نه برېښيده، دا په دې مانا، چې د افغنستان د خلکو څخه په خرابه توګه ټاکلی حکومت، چې د نه ټاکلي حکومت او یا بل واک څخه ماته ښه برېښي، هيڅ ورڅخه خبرنه وو، یواځې له دباندې ورته ویلکیدل.

خبره رالنډوو او پوښتنه کوو، چې داسې روغې څنګه منځ ته راځي او په افغانستان کې سالمه لار کومه ده؟

لومړی: 

طالبان د افغانستان د حکومت سره خبرې نه کوي او د امریکایانو سره د روغې تړون لاسلیک کوي، چې د افغانستان حکومت یې یواځې هغه لیکنه کتلې وه.

که دا روغه د امریکا اوافغانستان په راتلونکې نه، د امریکا عسکروپه وتلووي، خود امریکا خوښه ده، خوداسې نه ده. دا د افغانستان په برخلیک باندې ده، نو باید د افغان حکومت په کې شونې ونډه لرودی.

د غنې د راتلونکي لومړي مرستیال صالح له خبرو اود مخه تیرو خبرونو څخه داسې برېښي، چې کوندې افغانستان دې د لومړي ځل له پاره په دوه برخوووېشل شي ( په څنګه یې خبرې نه کوو) او بیا دې په ګډه سره د دولت چارې مخته بوتلل شي.  باوروکړۍ، چې زما سر په دې نه خلاصیږي، چې دا به بل څه ډول وي، پرته له دې، چې یو ځل دې افغانستان په دوه برخو اوحکومتونو ووېشل شي، بیا نو پرته له بیلتون که نورڅه کیږي، هغه به یوه معجزه وي، که افغانستان یوواحد هیوادپاتې شي. 

تاریخ ښوولې چې: 

که یوڅوک یووار د یوه کلي پاچاهي ونیسي، هغه هم بیا بل ته نه پرېږدي، پاتې لا نږدې نیم هیواد. 

پایله:  د افغانستان ټوټه کیدنه.

دا نو د کندومک له تړونه بیا ستره بدنامي او تل پاتې بدبختي ده، چې دا بیا نور ټوټه واکونه زیږوي، چې په هیواد کې موبیا جنګ پای نه مومې.

دویم: 

په افغانستان کې دې روغه راشي او هیواد دې بیا د همداسې، په بشپړه توګه له دباندنیو منځ ته راغلي حکومتونوڅخه اداره شي، لکه تراوسه چې ورسره بلد یو، چې دا پرته د ولس له پل په پل تخریب څخه بل څه نه وو.

دا هم زما په اند د روِغې لار نه وه.

دلایل به نور هم ولرو، خو اوس به دا پوښتنه وکړو، چې سوله نوڅنګه شونې ده؟

دریم:

سوله باید په منظم ترتیب شوې وي او منظم ترتیب کیدونکي ډول منځ ته راشي.

خبره په ترتیب شوي اوترتیب کیدونکي کې ده.

که په جنګ کې یوه خوا ماتې وخوري، نود واک وړل و بلې ډلې ته منظم ځکه دي، چې همغه بریالۍ ډله حکومت جوړوي اوبس، چې دا د واک تسلیمي به منظمه وي. 

او که په څرګنده توګه کومې ډلې ماتې نه وي خوړلي، نو دوي بیا په دې هکله دوه اړخیزه خبرې کوي، چې که نور په جنګ کې دننه واکونه هم وي، د هغوي ګډون به هم اړیین وي، خو نه پرېکنده.

دا خبرې به رالنډوو اوپوښتنه به دا وي، چې د افغانستان په دې حالت کې به نو روغّه څنګه وي؟ 

جنګ زور اخستی اوعلت یې دا وو، چې طالبان غوښتل چې زیات ښارونه اوځمکې د خپل واک لاندې راولي.

نوزموږ قضاوت به د زورپه بنسټ وي. 

طالبان به څلوېښت یا شپیته زره وي اودولتي ځواک درې سوه زره ته رسیږي. 

وړې ولسوالس او شاړ ځایونه به د طالبانوسره وي، خو ټول ستر ښارونه د دولت په واک کې دي.

که هرڅومره ځمکه او خلک طالبان ولري، د حکومت ونډه ډېره ځواکمنه ده.

د جګړې اړخ کې طالبان ترور کې تکړه دي، خو په جګړییززور څه نه شي کولی، دوی کوم ستر ښار په ولکه کې نه لري اونه یېراوستلی شي اوکه دا ولري، نو اداره یې تاسې په فکرکې راوستلی شۍ.

په هر صورت زما وړاندیز دولت ته هم دا دۍ او زما اند هم، چې طالبان دې د دولت سره روغه وکړي، طالب جنګیالي دې وبخښل شي او خپلو ځایونو ته دې لاړشي، که غواړي په عسکري خدمت کې کار وکړي، د ازموینې وروسته دې دا ده ورته ورکړلشي او په هرډولانتخاباتو کې دې لکه هر افغان د افغان په څیر ونډه ولري.

په پای کې یوڅوپوښتنې اود هغوي لنډ ځوابونه:

۱ – خپلواکي اودا خپلواک نوڅوک دۍ؟

۲ – بلواکي نو بیا څنګه اوبلواک څوک دۍ؟

۳ – ایا زموږ قضاوتونه به خپلواک وي؟

۴ – د دې حالت راتک.

۱ – ته :

خپلواک امریکا ده، چې هم دا کوياو هم دا، خودا همداسېنه ده.

هلته هم د کسانو یا اورګانونوزوردۍ، چې یود بل په واکوالي کې دۍ، دا په دې مانا چې هلته هم هرڅوک خپولاک نه ي.

هلته هم چېترمپ څه غواړي، موږ یې د منلو او نه منلو په مخامخ بې واکه یو، خو هلته نور خلک شته، چې غوښتنې اوکړنې ماتوي. و به وایو، چې هرڅه په دې زورواړخ کې هم نسبتي دي.

۲ – ته:

موږ په ځانګړې توګه دا دلیک لوست افغانان یا دا زما غوندې له هیواده دباندې افغانان ډېرتینګارکوو، چې دا پلانی د پلاني په واک کې دۍ یا زموږسیاستوال بې له امریکا او همداسې دا نور یې له پاکستان څخه څه نه شی کولی او دا په ټولیزه کې همداسې ده.

یو قوم او ولس، چې ځان ته ډوډۍنه شي پیداکولی او هر څه یې له بل وي،  نو خپلواکيبه چیرته وي؟

سره له دې هم بیا د هغه هیواد د سیاستوالو ځنې څهپه لاس کې وي، چې له هغېبایدتیر نه شي لکه په دې خبرو کې هم زموږ دولت یا حکومت د روغې جرګې په وړاندې، چې د روغې پرېکړه نه وه، درېدل.

بیا همهغه نسبي بلواکي یا خپلواکي. 

موږباید وپوهنیږو، چې کله زموږ اود زورورو ګټې سره شریکې دي اووپوهیږو، چې څنګه له هغو ګډو ګټو موږ ګټه پورته کولی شو.

موږباید زورورته وښوولی شو، چې څنګه او ولې او چیرته مو ګټې سره ګډې دي او څه د دواړو په تاوان دي.

په هیواد کې مو حکومت شته او هغه بیا خپلې ګټې د نورو هیوادونو د ګټوسره ګؤږلی شي.

هغې بلې لور یعنې د طالبانو لورته: هغو د یوه با مسئولیته ډلې څخه نه اداره کیږي. نو هلته د بلواکې او خپلواکۍ پیژند هم باید توپیر ولري.  

هغوي باید د ترې مرسته اخستونکو هیوادونوګټې هم په پامکېونیسي او هغويبیا ددويګټوته په پامکولو اړیین دۍ. 

۳ – ته:

لنډ: زموږقضاوتونه هم د شرایطو په واک کې دي او باید وي.

۴ – ته:

 افغانستان اونړۍ: د باندني چې افغانستان ته راغلي، د ترور له امله اودا په دوي د افغانستان د خلکو حق دۍ، چې له افغانستان څخه ترور ورک کړي. دا جنګ په افغانستان کې د افغان په وژنو نړیوالو راوستی او دوي د دې د منځه وړلوله پاره باید مجبوروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *