د نورمحمد تره کي په وخت یو کوچی ولسوال ته ورغۍ او ورته یی وویل ولسوال صاحبه زه خلقي کیږم.
خلقي کیږې؟ څنګه خلقي کیږې؟
کوچي ځواب ورکړ: «کافر کیزم لکه دا ته.»
ولسوال ته ډیر قهر ورغی او کوچی یې په عسکرو دومره وواهه چې له پښو یې وغورځاوه.
د دې ټول جنجال علت څه و؟ علت یې دا و چې کوچی خوار د خلقیتوب په معنا نه پوهیده. د کفر مفهوم یې نه و زده بلکل همداسي لکه موږ چې د ملسمانۍ په معنا نه پوهیږو خو مسلمانان یو؟
ایا موږ په رښتیا مسلمانان یو او که د کوچي د خلقیتوب په شان خلقیان یو؟ خبره همداسی ښکاري ځکه چې موږ نه په مسلماني نه په اسلام او نه په ساینس کي فکر کوو. او کله چې فکر نه وکړو سر مو نه خلاصیږي.
ښه نو دا خبره ده چې موږ ته سرناخلاصه خلک وايي. یعني موږ هر څه په پټو سترګو منو او باید یې ومنو ځکه زما انا کیسه راته کوله کله چې ته پیدا شوې نو پلار دې ولاړ او له جوماته ملا یې راوست او ستا په غوږ کي یې ښه خوندور اذان وکړ. او له هغې ورځې راهیسې هر څه چې ملا وايي موږ یيې په پټو سترګو منو (یمنون بالغیب).
اوس مې سر خلاص شو- موږ د پرازیت (طفیلي) غوندي هر څه له ملا اورو او دي اړتیا نه ده پیښه شوې چې زه خپله څه ولولم او زه د ملا په ټولو خبرو ایمان لرم او د ملا په یوه خبره کي هم شک نه کوم. راشه له بلي دی خبر کړم. هغوي چې په جومات یا مدرسه کي سبق وايي (طالبان) اجازه نه ورکول کیږي چې د قران ترجمه او تفسیر ولولي. اول يي ماغزه په ضربه ضربو ورخراب کړي. د ارسطو او افلاطون د وخت نظریات (منطق) ورباندي ولولي او ښه یی ماغزه ور شړومبي کړي، بیا د حدیثو دوره وباندي وکړي اوکه وخت پاته شو بیا د قران د تفسیر د لوستلو اجازه ورکوي.
دا ولي؟
دا ځکه هغه څه چې قران وايي ملا جان یي نه وايي اوکه زدکوونکي (طالب) اول ځل قران ولولي د ملا جان خانه به ور خرابه کړي. او بیا به د ملا خبره نه مني !
یاره ستا په دي خبرو کي ماته څه منافقت ښکاري او زه نه غواړم چې زما ملګري دی منافق وي.
منافقت؟ دا څه اوتي بوتي وایي؟ په خود یي که نه.
ته چې هرکله زما سره خبري کوي که دقران خبري کوي که دحدیث خبري کوي نو دا د (په دي کي شک نشته) تکیه کلام همیشه ورسره وايي.
نو څه دي چې وایم یي، خود يي وایم عقیده مي پخه ده.
عقیده دي پخه نه ده عقیده ډیره خامه ده. ځکه هغه بله ورځ چې ما ستا څخه پوښتنه وکړه چې دا ماشوم دي څه کیږي؟ تا راته سمدلاسه ځواب راکړ چې دا مي زوي دي او ما څو واره ته لیدلي یي چې داسي خبرو کي هغه خپل تکیه کلام چې په هره دیني مسله کي وايي دلته یی نه وايی.
کوم تکیه کلام؟
هماغه په دي شک نشته!
نو څه خبره ده چې نه یي وایم. ته هم لکه ماشوم داسي یې په دې خبره کې نو شک د کومه شو چې هغه ماشوم زما زوی دی. دلته خو د شک سوال نه پیدا کیږي.
نو دا چې ته د هر ایت او حدیث سره وايي چې په شک نشته مطلب دې دا دی چې ته شک کوې!
څه چټیات وايي زه به ولي شک کوم څه کافر خو نه یم. له نسلونو نسلونو مسلمانان پآته شویو یو.
ټوکي مي کولي ته ولي غوصه شوی، دا دشک شک خبري پریږده . دا راته ووایه چې نوروزه کله دي او سږ کال به په نوروز کي چیري ځو او څه به کوو؟
که غواړي چې دوزخ ته لاړ شي نو نوروز ولمانځه نوروز حرام مطلق دی! او په دې کې هیڅ شک نشته.
هاهاها په دې کي هم شک نشته؟ په کوم شي کې شک نه وي ته پکي شک پیدا کوې. ته خو په رښتیا هم د ډبرو د وخت انسان يې. او کیداي شی چې انسان هم نه يې ماته هم شک پیدا شو؟
ولي؟
ځکه انسان خو فکر کوي عقل لري، ښه او بد سره بیلوي خو ته چې وايي چې نوروز حرام دي، خوشحالي او خندا حرامه ده دا خو دعقل خبري نه دي . په کوپړي کي د ماغزه ښکاري جانانه! یعني خالي ده هيڅ شي نشته پکي. هغه بله ورځ دي ونه لیدل چې د ټولي نړي میډیا ورباندي خبري وکړي. په فیسبوک کي یي هم د عکسونو باران وو. او یوازي ته يي چې د غوايي په ښکر ويده یي او ددونیا ټول خلک هم د ځان په شان درته ویده ښکاري.
ولي ویده یم په څه شي نه یم خبر، د څه شي د عکسونو باران وو په فیسبوک کې؟
په مکه کي د امریکایی هنرمندې د کنسرت.
یاره خداي او قران ته ګوره ته خو بیخي اوتي بوتي وايي. په عربستان کي کنسرت او بیا په مکه کې هیڅ امکان نه لري. قسم په خداي کي یي درسره ومنم چې دا ټوله دونیا په دا بل مخ را واوړي. په عربستان کي ښځه د موټر چلولو اجازه نه لري، په ټول رادیو تلویزیون کي یي ښځه ویانده نشته. هیڅ بی حجابه ښځه به په ټول عربستان کي ونه ویني هلته تر اوسه هماغه د پیغمبر د وخت قانون او سنت چلیږي. هیڅ غیر مسلمانان د سعودي عربستان سپیڅلو ښارونو ته نه شی ننوتلاي او ته وايي چې د امریکایی هنرمند کنسرت هلته دایر شوي وو زه به دا هیڅکله ونه منم.
یاره ته خو په رښتیا ډیر ساده يي. راشه چې په خپل تلیفون کي د هماغه کنسرت ویډیو درته وښیم راسه دغه دی، ویی ګوره :
خو دنیا ړنده نه ده هر څه د سترګو په رپ کي تر موږه رارسیږي او د وخته بیا ټوله دنیا ورباندي خبره وي. خو ته یې چې ویده يي او زه په دي ډیر خپه یم چې ته ولي له دي خوبه نه راپاڅي او ولي له عقله کار نه اخلي.
خانه دي خرابه سه، د قیامت علامي دي دا څنګه امکان لري دا څه وینم. دا زموږ کعبه او مدینه خو ټول هلته دي په میلیونونو خلک هر کال حج ته ورځي، د نړۍ ټول مسلمانان پنځه وخته د دوی خوا ته لمونځ کوي او دوی د کافر زامن پردي ډمې ګډوي. ته فکر مه کوه خدای يي حتمآ خرابوي هر چا چې د خدای له امره سرغړونه کړې ده خدای خامخا شرمولي دی. او چا چې د خدای له امره سرکښي کړې ده هغه خدای خراب کړی دی او خرابوي.
د نړټول مسلمانان هر کال کریسمیس لمانځي، د دوبي برج خلیفه وګوره چې هر کال د کریسمیس په مناسبت څومره ښایسته کوي او ته ماته وايي چې نوروز حرام دي. نه دا چې نوروز بلکه په دی ملک کي تولي خوشحالۍ، نیکمرغۍ ښه ژوندی او انساني کارونه حرام دي. ولي حرام دي ځکه که موږ انساني ژوند ولرو بیا جګړه نه کوو او کله چې جګړه ونه کړو زموږ د ګاونډیو ګټي د خطر سره مخامخ کیږی. او دوي هیڅکله نه غواړي چې ګټي یی د خطر سره مخامخ شي.
اوس دي زما سر را خلاص کړ اوس مي سترګي رڼي شوی اوس وپوهیدم چې ولي زما د ملک ښوونځي سوزوي اوس پوهه شوم چې ولي جهاد په پاکستان حرام او په افغانستان کي ۲۴ ساعته فرض دي او څوک یی چې یي په فرضیت کي شک لري په ایمان کي شک دي اود چا چې په ایمان کي شک وي هغه کافر دي او څوک چې کافر وي جنت ته هیڅکله نه ځي.
اوس پوه شوم چې خویندي او لوڼي ښوونځي ته لیږل زما په ملک کي بي غیرتي ده خو په پاکستان، ایران، سعودي او دوبي کی غیرت دي.
اوس سړی شوي او خدای دې وکړي چې نور هم درسره سړي کړې!
اکبر پیمان
د مارچ ۱۹ کال ۲۰۱۹
کابل