نوروز دومره نمانځل کېږی نه که څومره یې چې د نه نمانځلو سپارښتنې کېږي، دا نو هماغه لیوني ته د جومات د نه سوزلو سپارښتنه ده.

موږ کله د خپلو دیني خوښیو نمانځلو ته چا په کراره پرې ایښي یو، چې اوس د نوروز د دودیزې ملې د نمانځلو مخنیوي ته مو مټې رانغاړلې دي، موږ وینو چې د جمعې د لمانځه پر مهال خلک ووژل شول، د اخترونو په لمانځه کې خلک ووژل شول، د جنازې د لمانځه په مهال خلک وژل کېږي، موږ خپل دیني مناسبتونه نه شو پاللی، پاتې شوه د نوروز د دودیزې ملې کول .

موږ هر کال د نوروز د ناندریزې موضوع پر سر کافرېږو خو د ښځو د میراث د حق په څېر د سلګونو عقیدوي او د داسې موضوعګانو په څېر چې ښکاره اسلامي نصوص او وضاحتونه یې شته، څوک خوله هم نه چوله کوي، ځکه په داسې موضوعګانو کې له ملا نیولې تر بل هر چا پورې ټول پړه یو.

  موږ د دین په نامه د وژنو پر وړاندې ډېر غږ اوچت کړی او که د نوروز د دودیزې نمانځنې پر وړاندې؟!

له یوې خوا د دین په نامه وژنې، لوټونې، تښتونې او بې پتونې ورو ورو زموږ په ولس کې دودیږي، چې موږ ټول یې په اړه چوپ یو؛ له بلې خوا له عقیدوي تړاوه پرته د یوې تاریخي او دودیزې ملې د نماځلو پر سر مو ولس هر کال کافریږي او موږ ټول ور څخه د مسلمانو په توګه خوند اخلو.

تاسې به لیدلي وي چې په دې وروستیو کې یو نیم کس د خپلې مطالعې او څېړنې له مخې د اسلام مبین دین ته راشي او ویې مني، له ما نیولې تر بل هر چا پورې یې په خورا عالي احساساتو هرکلی کوو، خو زموږ د سلګونو کلونو مسلمان ولس چې هر کال کافریږي، نه یوازې څوک یې په کیسه کې نه دي، بلکې د خپلې نادریزو فتواګانو د تحقق لپاره ورڅخه خوند هم اخلو، له دې معلومیږي چې موږ د خلکو له کافرېدو او مسلمانیدو سره هم سلیقوي چلند کوو، هغه ولس چې هر کال ورته د نوي کال د نماځنې له امله د کافر خطاب کېږي، کلونه کلونه د همدې خلکو لخوا افغان مسلمان ولس بلل شويو افغانستان یې اسلامي هیواد بللی او په (اسلامي) کلمه یې تر بل هر چا ډېرې ناندرۍ کړې ديو نو دا د یوه بام او او دوو هوا ګانو ناندرۍ به تر څو روانې وي؟! د یوه مسلمان هیواد په مسلمان ولس به تر څو د کافر/کفر ټاپه لګول کېږي؟!

   مور به نوروز یا نمانځو یا نه، زموږ ډېرو خلکو ته به د غربت او ناچارۍ له امله د نوروز خو څه چې د اخترونو نمانځل ممکن وي او که نه؛ نو د خدای روی مو در وړی، چې د کفر د ټاپو پر ځای د خلکو د ژوند د خوندیتوب او دې ته ورته نورو لومړیتوبونو د ساتنې غږ اوچت کړئ او غم یې وخورئ.

خلکو ته د ژوند کولو ایله دومره حق ورکړئ چې هره ورځ یې نوروز وي او هر شپه یې د برات.

۱۳۹۵ کال دې موږ ټولو ته د ژوند کولو کال شي.

یامقلب القوب و الابصار

یا مدبر الیل و النهار

یا محول الحال والاحوال

حول حالنا الی احسن الحال

One thought on “نوروز د ټاپو بله بهانه/ ایمل ښمر”
  1. ښه لیکنه ده. پیشنهاد می دادی چه خپلو خوشالیو او غمونو ته همداسی په طبیعی توګه ادامه ورکړی د انګریزی مُلایانو پر ګوزو غوږ مه نیسی. دا طالبان هغه ناسنته مُلایان دی چه خپل لمونځ ئې ندی زده، دوی به د نوروز په حرمت او حلالیت څه پوه شی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *