د نړۍ پر نقشې چې څومره هیوادونه دي د بیلابیلو کلتوري او فرهنګي راواجونو له پلوه توپیرونه لري او ځیني نور بیا مشترکې کلتوری اړیکي لري. د هرې ټولنې وګړي دا حق لري د چې خپلې فرهنګي بقا لپاره له نیکونو او پلرونه څخه ورپاته رواجونه وپالي او د خپلې کلتوري بقا سبب وګرځي.زموږ هیواد هم بډایه فرهنګي هویت لري او په دغه هیواد کې مېشته وګړي د یوې واحدې فرهنګي ټولنې څښتنان دي.
افغاني ټولنه له لرغوني اریانا نیولې تر ننه پورې د یوې رواج پالې ټولنې په توګه پاتې شوې او د همدغو راوجونو په لرلو سره یې خپل فرهنګي هویت ثابت ساتلی چې د همدغو راوجونو له جملې څخه یوه هم د نوروز ورځ ده چې د هرهجري لمریز کال په لومړۍ ورځ لمانځل کېږي. کله چې نوروز را نژدې کیږي یا ذکر د نوروز د لمانځلو وشي، ځیني خلک د دغې ورځې لمانځل عقیدې پورې تړي او وایي چې د ا ګناه ده او دا د ( اور پرستانو) رواج پالل دي. خو زما په اند دا هغه خلک دي چې له خپلې ټولنې څخه نا خبره دي او یا د فرهنګي یرغلګرو د خبرو د تاثیر لاندې راغلي چې د رواج او مذهبي مراسمو تر منځ توپیر نشي کولای او زموږ د فرهنګي ارزښتونو په تباهي پسې یې لستوڼي رانغاړلي دي. په نوروز کې نه څوک کوم معبد ته ځي نه او نه کوم مجمر ته، بلکې د تفریح او وخت تیرولو او د طبیعت د ښکلاګانو څخه د خوند اخیستلو لپاره له کورنۍ او یا ملګرو سره تفریح ځایونه ته ځي او دا دوی ته ښه موقع وي چې له ورځني مصروفیتونه څخه فارغه شي خپل دوستان او خپلوان وګوري او د یو او بل له احواله خبر شي.
زموږ هیواد درې لسیزو جګړو وران کړی دی او زموږ ټولې مادي او معنوي شتمنۍ یې له خاورو سره خاورې کړي دي او زموږ هیواد وال هره ورځ د خپلو عزیزانو له مرګونو سره مخامخ وي د هیواد دښمنانو د ژوند لوری ورنه ورک کړی دی. ایا دوی دا حق نلري چې د نوروز او یا کومې بلې ورځې په پلمه له یو او بل سره وګوري او د څو شیبو لپاره د مرګونو او ویرونه څخه تښته وکړي او د طبیعت له ښایستونو نه خوند واخلي؟ لکه څرنګه چې طبیعت خپل رنګ بدلوي نو یقیني خبره ده چې انسانان دا حق لري چې له دغو بدلونو څخه خوند واخلي او د هر موسم لمانځنه وکړي او د هر موسم له بدلون سره په خپل ژوند او فکر کې بدلون راولي. کله چې د ژمي سپین څادرد طبیعت له مخې لري شي او طبیعت خپل رنګ په زرغونه رنګ ورنګوي نو طبیعت ښایست دمره ډېر شي چې د هر انسان له خو لې د واه اواز ووځي. ځکه پسرلی د ښکلاګانو موسم دي او ښکلا خوښونه د انسان فطري غریزه ده.
په نوروز کې ځیني په زړه پوري او ځانګړي رواجونه دي چې د خلکو په منځ کې پالل کیږي. څوک یې له نوروز نه دمخه او بعضي یې بعد له نوروزه پالي چې یو او بل سره د لیدلو ښه پلمه وي. البته په دغو رواجونو کې د افراط طرف داره نه یو. افغانان د پسرلي لومړی ورځ د نوروز په نوم لمانځي چې دغه کلیمه په خپل ذات کې ډیرې معناوې لري نوروز یعني نوی ژوند ، نوی هوډ او نوی تکل. د نوروز لمانځه له ویرونو او تعصوبونو نه د تښتې یوه پلمه ده چې له لرغوني اریانا نه نیولې تر ننه پورې په خاصو مراسمو سره لمانځل کېږي او دهیواد ټول وګړي یې په یوه رنګ لمانځي خو بختور به هغه وي چې ځان د ګلسرخ میلې ورسوي او د سخي صیب د مزار زیارت وکړي.
څو کله وړاندې مهاجره وم، د پردیو په وطن کې مو هم خپل دودنه نه و هېر کړي خو هغه خوند او رنګ چې د نوروز په وطن کې شته هماغسې به نه و. هغه وختونو مې اوس هم د یوې خاطرې غوندې په ذهن کې ژوندۍ دي. او د مېرمن سلما جهاني سندره چې ویل به یې
بیا که بریم به مزار ملا محمد جان ـــ سیل ګل لاله زار واه، واه دلبر جان
دغې سندرې به یوه خاصه وطني مینه او جذبه زما په رګونو کې ژوندۍ کوله ان دا چې په ژاړه به یې کړم. او د هیواد د لاله زارو دښتو تصویرونه به مې تر سترګو شو، د دوو میینو د پاکې مینې او د ګلسرخ د میلې شور او غوغا به مې په غوږونو کې وشرنګېده. خو اوس په دغو دښتو کې د ګلونو پر ځای بمونو شنه دي او د وطن ځمکې مو د انسانو په وینو رنګ دي. په دغسې حالاتو کې هم خپل دودونه نه هيره و او نوروز به لمانځو. نوروز لمانځل زموږ د فرهنګي یوالي سمبول دی او داسې مراسمو لمانځنه د یوه فرهنګي میراث په توګه زموږ کلتوري ارزښتونه ژوندي ساتي او د ګلسرخ په شان میلو کې ګډون زموږ د فرهنګي یوالي او رورولۍ ښکاروندي کوي.