د روسیې د سایبریا نوریلسک (Norilsk) ښار له شمالي قطب څخه 402 کلو میټره لېري دی، دلته سړوالی دومره ډېر دی ګویا خلک په یخچال کي ژوند کوي. د نوریلسک د تودوخې د درجې کالنی اوسط منفي 10 وي خو په ژمي کي د دې ښار سړوالي تر منفي 55 پوري رسېږي، دلته په کال کي 280 ورځې د یخ موسم وی، 130 ورځي پکي شدیده واوره اوري. دا ښار له 8 تر 9 میاستو پوري په واوره کي پټ وي، دلته دوې میاستي پرله پسې شپه وي، د کال په  دې دوو 2میاستو کي د دې ښار خلک په تکه توره تیاره کي ژوند کوي، خو له دومره ستونزو سره سره بیا هم په دې ښار کې 170000 تنه اوسي.

له دومره سخت ژوند سره سره بیا هم دا ښار یو شتمن ښار دی. وجه يې دا ده چي په دې ښار کي د برونز، پالاډیم او ځيني نور قېمتي کانونه موجود دي چي له امله يې د دې ښار خلک شتمن دي.

د بریتانیا د ډیلی میل ورځپاڼي د راپور له مخې، په 1935 کې چي کله په دې سیمه کي د دې قیمتي توکو ذخیرې کشف سوې نو سایبریا ته په جبري تبعیدیانو باندي دا ښار جوړ کړل سو. 5 لکه بندیانو د دې ښار په جوړولو کي برخه اخیستې وه. په زرګونو بندیان د یخ، لوږې، په خپل منځ کې د جګړو او د محبس له چارواکو سره په نښتو کي ووژل سول، د زرګونو بندیانو د وینو په بدل کي نوریلسک ښار جوړ سو.

د یخ موسم په نظر کي نیولو سره په دې ښار کي غټې ودانۍ جوړې سوې دي، چي د چت نه لاندي د سیر و تفریح لپاره پکي انتظامات سوي دي، خلک په دې ودانیو کي بایسکل چلوي، منډي او نوري لوبې کوي، د دوکانونو او ټولنیزو غونډو لپاره هم ځانګړي ودانۍ جوړې سوي دي، په ژمي د دې ځای خلک له 15 تر 20 بسونو په کاروان کې سفر کوي که په لار کي کوم بس په واوره کي ونښت نو د هغه سپرلۍ به بل بس کي سپرېږي، دا قافله په ورځ کي یوازي درې ځله ځي .

2د دې ښار خلک د عمر ډېره برخه په بندو خونو کي تېروي، خو بیا هم خلک د تفریح لپاره وځي، دلته په کال کي د څو ورځو لپاره نرم لمر راخېژي، هغه وخت خلک راوځي او ځانونه لوڅوي چې بدن ته لمر ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *