روژه سږکال د افغانانو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه، پداسې حال کې چې پاک خدای (ج) دغه میاشت د رحمتونو میاشت بللې او پدې میاشت کې یې خپلو بندګانو ته تر ډیره د نیکو اعمالو د تر سره کولو حکم کړی دی.
خو پدې میاشت کې د خدای (ج) د حکمونو برعکس د افغانستان د بیلا بیلو ولایتونو په جلا پیښو کې دری سوه پنځه پنځوس تنه وژل شوي او دوه سوه شپږ دیرش کسه ټپیان شویدی.
دا هغه پیښې دي چې د رسنیو له لارې خپرې شویدی او پدې کې مې د هلمند د روانې جګړې، د ځمکې پر سر د ستونزو ، د کورني تاوتریخوالو، ترافیکي پیښو او نورو قومي شخړو د قربانیانو ذکر ندی کړی.
که په لنډه ووایو تیره میاشت د لسو ځانمرګو، یولس مخامخ نښتو، نهه بیلابیلې د ماین چاودنو، درې را کېټي بریدونه، مرموزو وژنو، کمینونو او همدا ډول د بهرنیو ځواکونو لخوا د پنځو په شاوخوا کې د بمباریو شاهده وه.
په تېره میاشت کې د نورو تر څنګ د ارګون په بازار کې ځانمرګ برید چې نهه اتیا کسان یې شهیدان کړل او همد ډول په غور کې څوارلس لارویان له موټرو ښکته کول او بیا وژل زړه بوږنونکي پيښې وې.
دغه میاشت ځکه افغانانو ته خونړۍ وه چې پدې میاشت کې د تمې خلاف دافغانانو مرګ ژوبله لوړه شوه.
د روژې په مبارکه میاشت کې د ملکي وګړو په وژلو سره نړیوالو هم اندیښنه ښودلې او ویلې یې دي چې په روژه کې په بیلا بیلو ولایتونو کې د ځانمرګو بریدونو چې اکثره قربانیان یې ملکي وګړي دي سږ کال به د ملکي وګړو په تلفاتو کې زیاتوالی را والي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اداره وایې چې سږکال تر دې دمه یو زره پنځه سوه څلور شپیته کسان وژل شوي او دری زره دوه سوه نهه اتیا نور بیا ټپیان دي چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله پکې څلور ویشت سلنه زیاتوالی ښیي..
سور صلیب هم وایې چې په افغانستان کې روانه جګړه ورځ تر بلې د ملکي وګړو کورونو ته ور نږدې کیږې او د ملکي تلفاتو د زیاتوالي علت هم همدا ښودل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې تقریبا اوه ځانمرګي له برید څخه وړاندې وژل شوي او څلور نورو بریدونو مرګ ژوبله نه درلوده، کچېرې دا بریدونه هم په ملکي تاسیساتو او یا هم په عامه ځایونو کې شوي وای. په دې میاشت کې به د ځاني زیان کچه تر دې دوه برابره زیاته وای.
له دې ډلې د هغه دو ځانمرګو بیلګه راوړلی شو چې له یوه سره یې چاودېدونکي توکي د هرات د جامع جومات په تشنابونو وچاودیدل او بل کس بیا په پکتیکا کې د خپلو ملګرو سره د خدای پامانۍ پر مهال درز وهل
افغان حکومت او په افغانستان کې میشت نړیوال ځواکونه وسله والو طالبان تورنوي چې د جګړي پرمهال له ملکي وګړود سپر په توګه کار اخلي او د ځانمرګو بریدونو قربانیان یې هم ملکي وګړي دي، پداسې حال کې چې وسله وال طالبان په افغانستان کې د شرعې نظام د پلې کولو په پلمه جنګیږي او بر عکس نړیوال په دې تورنوي چې په هوايي بمباریو کې یې عام ولس قرباني کیږي.
که چیرې موږ په بیلا بیلو نومونود افغانانو د وژلو لړۍ ته وګورو نو دې نتیجې ته به ورسیږو چې په نړۍ کې به یواځينی هیواد وي چې د پردیو ګټو د تامین او د ناچیزه غوښتنو په مقابل کې د خپلو وړونو وینه په اسانی تویوي.
په تیرو کلونو کې د افغانانو د وینو د بهولو د مخینوې لپاره بیلا بیلې وسیلې وکارول شوي خو یوې یې هم ګته ونکړ هر څوک لدې څخه د خپل بزنس په ګټه کار اخلي.
د افغانانو د وینو د تویدلو د مخنیوي لار خپله له افغانانو سره ده هغه دا چې نور باید خاموش اکثریت ددغو وینو تویولو پر وړاندې ”نه” ووایي، ځکه چې ددې جګړې د قربانۍ تر ټولو ډير زیان همدې خاموش اکثریت ته رسیږي.
افغان ولس به تر څو پورې د هغې میرمنې قاتلیونو ته ښېرا کوي چې د روژې په پنځمه د فاریاب ولایت په بښتونکوټ ولسوالۍ کې په دې خاطر ووژله شوه چې خاوند یې په سرحدي پولیسو کې دنده درلوده
د خاموش اکثریت له یادولو څخه مې مطلب دا ندي چې افغانان خدای مکړه یوې بلې جګړې ته وهڅول شي، بلکې یوازې ددوی له خوا ”نه” ویل به دهغو جنګخوښي اقلیت پر وړاندي خنډ وي چې د پردیو د ګټو لپاره په افغانستان کې دجګړې اور بل ساتي.
ذکیه غیاثي نذیر
ذکیه غیاثي نذیر