تاند- تراوسه پورې به ښايي هیچا فکر نه کاوه چې داسې وخت به راځي چې چاپ شوی عکس دې د ویدیو په شان وخوځي.
د لایف پرینټ (Life Print) کمپنۍ له برکته خوځېدونکي عکسونه راووتل. او دا عکسونه پر خپل موبایل چاپولی او اخیستلی شئ.
نور به د پخوا په شان عکسونه ځای پر ځای ولاړ او په یوه حالت کې نه وي!
که څه هم څو لسیزې پخوا داسې عکسونه چاپېدل چې مثلاٍ سترګه به یې وهله یا به یې یوه سترګه پټوله خو د ویدیو په شان د متحرکو عکسونو تصور نه کېده. په لاندې ویدیو کې یې ووینئ.