تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نن وویل چې نور به د سولې د خبرو په باب یوازې د ولسمشر مطبوعاتي دفتر او د سولې عالي شورا معلومات وړاندې کوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویندوی احمد شکېب مستغني په یوه خبري غونډه کې وویل، د نوې پرېکړې پر اساس یوازې د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر او د سولې عالي شورا کولی شي چې د سولې د بهیر په اړه رسنیو او نورو ته معلومات وړاندې کړي.
مستغني زیاته کړه، د افغانستان د ملي یووالي حکومت، د بېلابېلو ادارو ویندویانو ته یوه کړنلاره برابره کړې چې پر اساس یې د سولې پروسه یوازې د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر او د سولې له عالي شورا سره تړاو لري او دوی پرې تبصره کولی شي.
دا په داسي حال کې ده چې د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر په تېرو دوو میاشتو کې، چې د سولې د خبرو موضوع توده شوې، په دې اړه له څه ویلو تر وسه وسه ډده کوي او داسي ښکاري چې د سولې د عالي شورا غړي هم له موضوع چندان خبر نه وي.
پاکستاني چارواکو، چې طالبان یې د سولې خبرو ته حاضر کړي، په زغرده ویلي چې د دوی په منځګړتوب طالبان د سولې خبرو ته تیار شوي دي.
پرون د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال حکمت خیلیل کرزي وویل چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې ژر پیلېږي.
ښاغلي حکمت کرزي د افغانستان او چین د اړیکو په اړه په یوه غونډه کې، چې د دواړو هیوادونو چارواکو پکې ګډون کړی وو ، بې له دې چې له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د خبرو نېټې ته اشاره وکړي، وویل چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی دی.