تاند، شنبه، د جدي ۱۴مه: د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیوي رئیس عطا محمد نور د قاسم سلیماني په وژنه خواشیني ښودلې او ایران یې د ده په وینا د جهاد او مقاومت په وختونو د افغانستان قوي ملاتړی هېواد بللی دی.
نور پر خپله فیسبوک پاڼه نن لیکلي چې نړۍ دا مهال سولې او امنیت ته ډېره اړتیا لري، خو په عراق کې د سلیماني وژنې د سیمه ییز ثبات په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.
نوموړي اعتراف کړی چې قاسم سلیماني د برهاند الدین رباني او احمدشاه مسعود څخه سخاوتمندانه ملاتړ کاوه چې په وینا یې دوی به یې هیڅکله هیر نه کړي.
ښاغلي نور امریکا هم د افغانستان مهم ستراتیژیک شریک بللی او ټینګار یې کړی چې د متقابل احترام د اصولو د ساتنې تر څنګ افغانان په سوله ییز شکل د وروستیو اختلافاتو د حل غوښتنه کوي.
د ایران د سپاه قدس بیرون مرزي چریک قومندان قاسم سلیماني تېره ورځ په بغداد کې د امریکا په هوايي برید کې له ۹ ملګرو سره یو ځای ووژل شو چې په سیمه کې یې د وژنې له کبله د نوي کړکیچ د راپورته کېدو وېره پیدا شوې ده.
ټول نظامی او استخباراتی مخکینی او اوسنی افغان چارواکی وایی او ویلی دی چی ایران او پاکستان د طالبانو نظامی او مالی او سیاسی ملاتړ کوی چی طالبانو په زیاترو عملیاتو کی افغان امنیتی جنرالان وژل شوی مګر تر نن پوری نه کرزی نه اتمر نه عطامحمد نه محقق او نه هم نورو سیاسی ګوندی مشرانو د خپلو افغان جنرالانو په اړه خواشینی څرګنده نکړه مګر د هغه چا په اړه چی طالبانو او نورو جنګی ډلو سره د افغان جګړی په اړه نظامی او مالی مرسته کوی او کوله خواشینی وښودله
زما سوال دلته داده چی ولی افغان جنرالان د شخصی ګټی لپاره جنګیږی او جنګیدل که ددی خاوری او هیواد د بقا لپاره جنګیدل کچیری نظامی او امنیتی جنرال د خپلو شخصی ګټو لپاره جنګیږی نو دولت باید په دوی باندی دومره زیات مصرف ونکړی ځکه ددی مصرف پر ځای باید ټول هغه ځوانان چی ۱۸ کلنی موده یی پوره کړی وی د مکلفیت دوری او احتیاط دوری ته سوق کړی هم به بودیجه بیځایه نه مصرفیږی او هم به هغه کسان چی وایی دلته زیاتره کسان د استعداد له لحاظه نه بلکه د تنظیمی فرمایشاتو په اساس جنرالان کیږی کچیری د استعداد له وجهی کیدای نو زموږ مخکنی ولسمشر او سیاسیونو به د ایرانی جنرالانو پر ځای پر دوی باندی غمرازی ښودلی وایی
بل سوال دادی کله چی زموږ جنرالان د پاکستان او ایران د طالبانو سره په نظامی او مالی مرسته په اساس له مینځه لاړ شی مګر همدا ایران او پاکستان زموږ د جنرالانو په اړه غمرازی او غمشریکی نه ښایی ولی موږ بشر او انسانان نه یو؟
که دا لړی ادامه پیدا کړی لیری به نه وی چی زموږ افغانان به سمیع الحق په شان پاکستانی جنرالانو په مرګ هم غمرازی او غمشریکی وښآیی