تاند- د بلخ والي او د اسلامي جمعیت ګوند اجرايي رييس عطا محمد نور له عبدالله عبدالله وغوښتل چې د احمد ضیا مسعود د برطرفه کېدو په اړه توضیح ورکړي.
نور د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ځانګړي استازي له دندې د ضیا مسعود د لیري کېدو په وړاندې د اجرايي رييس عبدالله عبدالله دریځ ته ګوته نیولې او ویلي یې دي چې ضیا مسعود د اسلامي جمعیت ګوند مرستیال او د احمد شاه مسعود د کورنۍ غړی دی او عبدالله هم د اسلامي جمعیت له لوري حکومت ته رسول شوی نو باید عبدالله عبدالله په دې اړه توضیح ورکړي.
نور دغه راز پوښتنه کړې چې عبدالله په څه ډول د خپلو خلکو د حقونو دفاع کوي.
احمد ضیا مسعود له برطرفه کېدو وروسته د ولسمشر د پرېکړې په غبرګون کې د سیاسي بې ثباتۍ خبرداری ورکړ.
مسعود نن /سې شنبه/ د ځان په اړه د ولسمشر پر پرېکړې د غبرګون ښودلو په مهال په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ولسمشر له خوا یو اړخیز اقدامات به هیواد د کورنۍ جګړې لور ته بوځي.
د ولسمشر غني یوه ویندوی دواخان مینه پال وویل چې ضیا مسعود د حکومتولۍ او اصلاحاتو په چارو کې ناکام و ځکه برطرفه شو.
Masod saib da badmashai khabare pregda da warorwalai khabara okra.political struggle okra.afghanano dair jangona okral.da Allah na wayarega.