پوره دولس کاله مکتب ته ځو، بیا لږ تر لږه ۴ کاله پوهنتون وايو، یو نیم مو ماسټري او دوکتورا هم واخلي، خو چې کینو بیا وايو دولت هیڅ نه دي کړي.
دا انتقاد به تر یوه حده پر ځای هم وي، ځکه د تعلیم سطحه مو همدومره لوړه شوې وي چې د دولت کړي او ناکړي کارونه ښه بیلولای شو. مګر کله مو دې خبرې ته پام نه دی کړی، چې په هیڅ هیواد کې ټول وګړي پر دولت نه پیټی کیږي، دولت هر شخص ته یوه څوکۍ او رسمي وظیفه نه شي ورکولای، بلکې دا خپله خلک دي چې هم ځان او هم نورو ته کارونه ایجادوي.
که پرمختللي هیوادونه مو لیدلي نه وي، نو اوریدلي خو به مو وي؛ چې هیڅوک په کې وزګار نه دی. د دې معنا نه دا نه ده چې له الفه تر یا ټول خلک به یی رسمي یا دولتي بستونو باندې کار کوي، بلکې که احصایه وشي نو ښايي تر ۳۰ کمه فیصدي یی داسې کسان وي، نور اکثره یی په داسې کارونو بوخت دي چې خپله د خلکو لخوا ایجاد شوي. له زراعت او طبابته نیولې بیا تر صنعت او تجارته پورې، د ژوند په هره برخه کې یو څو کسه راټول شوي، پر یو کار یی فکر کړی او بالاخره یوه بوختیا یی موندلې.
زموږ په هیواد کې هم ډیر داسې امکانات شته چې که لږ فکر ورته وشي، نو ډیر خلک په کې مصروفیدلای شي. زه د خپل کلي د یوه انجینر کیسه کوم، دی څو کاله مخکې له پوهنتونه فارغ شو، په برق کې وارد سړی دی، ویل یی رسمي دندو پسې ډیر وګرځید خو سر یی ونه نیو، بلاخره د یوې تجربې له مخې په خپل کور کې د حیواناتو له فاضله موادو یو داسې سیستم جوړ کړ، چې هم ګاز تولیدوي، هم سره جوړوي او هم چاپیریال له ککړتیا څخه ساتي. تجربه یی کامیابه شوه او ټول کلی ترې خبر شو، ورو ورو نورو کلیوالو هم ورته مخه کړه او نن سبا ډیرو لرو سیمو ته ورځي. دی له همدې لارې دومره څه ګټي چې ځان او ورسره ټیم یی خوشحاله دي.
دا په اصطلاح مشت نمونه خروار یو مثال دی. باور وکړئ که هر یو د دولت پر ځای پر ځان تکیه شو او لږ له خپل فکره کار واخلو، نو ډیر څه لرو چې د ځان، ټولنې او حتی د دولت لاسنیوی کولای شو.
د پر مختللو ټولنو د پرمختګ راز د هغو په استعداد او ذکاوت کې نه دی، بلکې په هغه همت او فکر کې دی چې دوی ترې کار اخلي او کارنامې جوړوي.
اوس پوه شوئ چې له ذکره مې مراد څه دی؟ مقصد مې د هغو کارنامو یادول دي چې نور یی کوي او موږ نه.