د ازادي راډیو د راپور له مخې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، هغه بهرنی وګړی چې د جمهوري ریاست د کاندید عبدالله عبدالله له خوا یې له اسنادو پرته څارنه کوله ملي امنیت ته سپارلی دی.

د دغه کمیسیون ویاند نورمحمد نورد پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د انتخاباتو د طرزالعمل او د افغانستان د قوانینو له مخې هیڅ بهرنی وګړۍ د دې حق نه لري چې د یوه کاندید په ګټه د انتخاباتو په پروسې څارنه وکړي.

د عبدالله عبدالله د تخنیکې ټیم مسولین مني چې دغه بهرنی د دوی د څارونکو له ډلې نه وو، خو وایي، چې د کمیسیون له خوا ورته د څارنې کارت نه وو ورکړل شوی.

وروسته له هغه چې په ځینو رسنیو کې د جمهوري ریاست د یوه کاندید عبدالله عبدالله په پلوۍ د یوه بهرني وګړي د غیر قانوني څارنې په اړه رپوټونه خپاره شول د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، دا بهرنی کس یې نیولی او ملي امنیت ته یی سپارلی دی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، دا بهرنی وګړی په داسې حال کې ملي امنیت ته سپارل شوی چې د پيژندنې او څارنې هیڅ راز کارت یې نه درلود او په کمیسیون کې یې د یوه خاص کاندید په ګټه څارنه کوله.

د دغه کمیسیون ویاند نورمحمدنور وویل، هیڅ بهرنی د دې حق نه لري چې د افغانستان په انتخاباتو کې د یوه کاندید په ګټه څارنه وکړي.

″یو بهرنی څارونکې و هغه زموږ د ټیم و. په کمیسیون کې په دې باندې چې یو ټیم نه شي کولای چې بهرنی څارونکې راوړي کوم ممانعت نشته. یواځینی ستونزه هلته دا وه چې د دغه سړي کارټ لا نه و خلاص شوی. که یې پروسه د کارټ له خیره خلاصه شي بېرته دې راشي په دې پروسه کې په سلهاوو بهرنیان څارنه کوي.

دا خبره چې دا افغاني پروسه ده په دې کې دې خارجیان نه راځي دا خبره بې ځایه ده بیا یې تکراووم چې بې ځایه ده.″

ښاغلي نوروویل، د ملي امنیت له پلټنو وروسته به معلومه شي چې دا کس څوک دی او د کومو اهدافو لپاره ګمارل شوی و.

له بلې خوا د جمهوري ریاست د یوه کاندید عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم وايي دغه بهرنی وګړی د دوی کس و.

د ښاغلي عبدالله د تخنیکې ټیم یوه غړي وحید عمر ازادۍ راډیو ته وویل، دا بهرنی کس د څارنې لپاره د دوی د ټیم له خوا ګمارل شوی خو د څارنې کارت یې د ځینو ستونزو له امله نه وو اخیستی:

″کوم فرد چې وړمه ورځ دلته کمیسیون ته راغلی و او هیڅ د هویت کارټ یې نه درلوده او یا هم د نظارت کارټ ورسره نه و.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري ملي امنیت ته تسلیم شوی دی. دوی باید په دې برخه کې څیړنه وکړي تحقیقات یې باید د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره شریک کړي څو په هغې هکله موضوع له مطبوعاتو سره شریکه شي.″

که څه هم ښاغلي عمر د انتخاباتو په پروسه کې د ګڼ شمیر بهرنیو څارونکو موجودیت ته اشاره وکړه خو یو شمیر کارپوهان وايي بهرني څارونکې باید بې پرې وي او د انتخاباتو پر شفافیت څارنه وکړي نه د یوه کاندید په پلوی.

0 thoughts on “نور محمد نور وايي،د عبدالله له خوا بې اسنادو څارونکی امنیت ته سپارل شوی”
  1. نه بو هيزم جه عبدالله او دده تيم غواري به جعل توكه خان قدرت ته ورسوي او كه قدرت ته نه رسيزي حتماء دي به حكومت كي ونده وركرل شي تر خو خان او دده ملكرو ته دخبلي جناياتو جه دوي إنجام كري مسو نيت بيداكري دابه ديره غته كناه وي جه هم غلا وكري او هم جواب ورنه كري دا دزور خبره نه ده مكر عبدالله دزوره كار اخلي دا زور بايد قانوني مات شي

  2. دا کومه نوی خبره نده جاسوسانو،غولامانو ،پردی پرستو زموږ اتحاد او اتفاق را ورانکړی ،زه دمحترم داکتر صاحب هيله لر اوتری خواهش کوم چی دی بدنام تيم يعنی شورای نظار څخه تير شی اوځان ديو ملی شخصيت په توګه دټول افغانستان پوری وتړی دا داکتر صاحب راتلونکی ته شه پيغام وی د داکتر صاحب احمدزی تر څنګ ودريږه تر څو واقأ خدمت وکولای شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *