تاند- د انتخاباتو د کمیسیون ویندوی نور محمد نور نن /دوشنبه/ وویل چې د رایو په سلو کې ۹۰ فورمې پروسس شوي او د ډاتا په مرکز کې سکن یا کاپي شوي او شاوخوا ۸۵ فیصده نورې د کمیسیون له لوري په ارشیف کې خوندي شوي دي.

د انتخاباتو د کمیسیون ویندوی دا هم وویل چې ژر به د ۴۰ فیصدو رایو پایلې اعلان کړي.

نور وویل چې په سلو کې ۱۰ فورمې تخنیکي ستونزې لري او اوس د کمیسیون له لوري څېړل کېږي.

خو په پام کې ده چې ټوله پروسه په دوو ورځو کې بشپړه شي.

د کمیسیون مشر نورستاني پرون ویلي و چې د پنجشنبې په ورځ به ټوله ابتدايي نتیجه اعلان کړي.

د نور محمد نور په وینا د رایو ۵ اعشاریه ۸۳ فورمې یا پاڼې سکن او کاپي شوي، ۸۵ اعشاریه ۵۶ فیصده پایلې په ارشیف کې خوندي شوي او په وروستي پړاو کې دي.

د انتخاباتو کمیسیون د خپلو ولایتي دفترونو د راپورونو پر اساس وايي چې ۱۳ ولایتونو په ځینو انتخاباتي مرکزونو کې د رایو په برخه کې ستونزې لرلي دي.

د دې کمیسیون په ادعا ستونزې په فاریاب، ننګرهار، کاپیسا، نیمروز، روزګان، بدخشان، پنجشېر، غور، خوست، دایکنډي، هلمند او میدان وردک ولایتونو کې موجودې دي.

کمیسیون د هرات یادونه نه ده کړې چې د راپورونو پراساس تر یولک زیاتې جعلي رایې پکې استعمال شوي دي.

نور په عین حال کې وویل چې که انتخابات دوهم پړاو ته تلل نو کمیسیون دوهم ځلي انتخاباتو ته تیار دی.

ده وویل:«لا ډېر وختي دی چې د دوهم ځلي انتخاباتو په اړه خبرې وشي ځکه چې موږ یوازې په سلو کې د ۵۰ رایو ابتدايي پایلې اعلان کړي دي.»

ده وویل چې په سلو کې ۵۰ نورې رایې لا پاتې دي چې باید وشمېرل شي.

0 thoughts on “نور وايي، ژر به په سلو کې د ۴۰ نورو رایو پایلې اعلان شي”
  1. د ۹ ولایاتو د ځیـــنو مرکزو رای باطلی اعـــلان شوی ښه عمـــل دی ، خو کاشکی تعــداد ورسرهــــم یو ځای کړی شوی وای دا ځکه چه بـــی اعتمادی اوج ته رسیدلی او دا نه ده معـــلومه چه څومره رای او د چا؟ او که تش نوم د ولابت یاد شوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *