یو خو موږ خپلې خواخوږۍ او بې ځایه سرښندنې دغه حالت ته راوستلي یوو. هر څه لرو؛ تاریخ، هېواد، ژبه او فرهنګ او بلاخره د نړۍ په کچه یو ویاړلی هویت. خو نه یوازې دا چې پر ارزښت یې نه یوو پوهېدلي؛ بلکې د یو غولوونکي او ناحقه ضرورت قرباني کړي مو دي.

نور په دري ژبه نه غږیږم! ولې پښتو؟ دا سمه ده چې د وخت فرهنګي یرغلګرو دلته ډیره ناروا کړې ده، خو نور باید ونه زغمل شي. خلکو د ځانونو لپاره نوي او خپلواکه هېوادونه رامنځته کړل، خپلې ژبې یې د نړۍ په کچه په رسمي ډول نومیالۍ کړې، خو موږ اوس هم لا پخپل وطن کې پخپله ژبه باندې د رسمي خبرو کولو خیرات غواړو.

پښتون په ارګ کې ناست دی، هغه تر خپلې پښتو ژبې ډېر په دري ژبه روانې خبرې کوي، دا د دې لپاره چې د دواړو ملي ژبو تعادل په پام کې ونیول شي. خو هغه چې تاجک، هزاره او یا بل یو هلته ناست دي او د دغه هېواد پر شتمنیو او واک باندې یې خېټه اچولې ده، یو ټکی پښتو یې نه زده ده او نه هم دا اړتیا احساسوي، چې ګواکې پښتو هم ملي ژبه ده کنه.

زموږ هویت او ارزښتونه د ناحقه ضرورتونو قرباني شوي او کیږي، لکه څنګه چې موږ ټولو خپله خوږه پښتو ژبه په ناحقه قرباني کړې، همدغسې مو دا دی خپل نوم او هویت هم د یو بې ځایه ضرورت په اساس له رسميت څخه بې برخې کړ، چې له امله یې پخپل حق لوی غم راته جوړ دی.

د افغان نوم نه مني، خو په افغانستان کې اوسیږي. دا نو څه ډول وجداني ننګ دی؟ دا په کوم انساني او اخلاقي منطق برابره ادعا ده، چې یو څوک دې د یو هېواد له برکته د هویت خاوند شي او بیا وروسته ترې په ډېره بې شرمه توګه د هغه له نسبت څخه انکار وکړي. آیا تر دې پورته به هم بله غټه نمکه حرامي وي؟

راځئ له دې قربانۍ تېر شئ او نور پخپل حق باندې ټیڼګ ودریږئ. که له شپانه پاتې شوه، له څښتن نه خو باید پاتې نشي. د ډیرو رعایتونو او سرښندنو له امله خو، نږدې ده چې ګنګاو مو ځای شي. بلاخره دغه فداکاري به نوره بس وي.

دا چې زموږ په ژبه څوک نه پوهېږي، یا نه غواړي چې پوه شي، نو په دې کې زموږ ستونزه یا ګرمتیا څه ده؟ یا ځینې کسان زموږ  فرهنګي ارزښتونو ته توجه نه کوي او هغه د چا خبره ورسره جوړ نه دي، نو آیا مازې وګڼل شي او لا هم هغوی ته پخپلو اوږو باندې ځای ورکړل شي؟

ټول ورباندې ښه پوهېږو، خو بیا هم لکه د بې تفاوتۍ معتادان چې یوو، خپل ټول ارزښتونه هېروو، د دې لپاره چې مقابل لوری خفه نشي او یا د متعصب تور راباندې ونه لګیږي. ته به وايې چې په رښتیا هم همداسې ډارن خلک یوو، چې له مازې تورنېدو نه ویره لرو. که دغسې وای، نو دا نور هر څه پر ځای پرېږده، د ترهګر نوم خو به، په هېڅ وخت کې نه راباندې لګېده.

پر موږ باندې هېڅوک نه دي ملامت، موږ پخپله ګرم یوو او پخپله مو د خپل هویت او خپلو ارزښتونو سره خیانت کړی او هغه مو له پامه غورځولي دي. کنه پردي هیڅکله دومره جرات نشي کولی.

سپین سپین به وایوو! د پښتو ژبې ځینو نامتو پخوانیو او اوسنیو لیکوالانو، دري ژبې ته که تر خپلې ژبې ډیر کار نه دی کړی، نو کم یې هم نه دی کړی. ولې! څه اړتیا وه ورته؟ حال دا چې پښتو ژبه د نورو غني ادبیاتو په منځ کې سخته بېوزله هم وه. دغه یې لا څه کوې چې ځینو پښتون اصلو قلموالو بیا له سره په خپلو اثارو کې یوه پښتو کلمه هم نه ده کښلې. ها خواته عادي وګړي په زیاترو ځایونو کې دا اوس هم داسې فکر کوي چې د افغانستان رسمي ژبه یوازې دري ده او په رسمي ځایونو کې باید په دري ژبه خبرې وشي، چې له بده مرغه زیاتره وخت دوه پښتانه هم په خپل منځ کې په دري ژبه ګړیږي. ډیر د شرم او تاسف ځای دی! دومره ناخبري او بې تفاوتي!!

آیا په دې کې هم د پردي جبر لاس دی او که زموږ د بېغورۍ او بې کفایتۍ اوج؟ موږ پخپلو شتو کې بېوزله یوو، د چا له لاسه؟ پخپله خاوره کې ارام ژوند نه شو کولی، د چا له لاسه؟ پخپله ژبه باندې خبرې نه شو کولی، د چا له لاسه؟ او نور بیا پسې نور… ان تر دې چې اوس له افغاني هویت څخه هم بې برخې کیږو، د چا له لاسه؟ دا د همدغو بې غوره او بې تفاوته خلکو له لاسه، چې دا دی اوس یې نه له لانجو نه وتلی شو او نه یې ملامتیا پر بل چا اچولی شو.

هندو ستړی، خدای ناراضه! قرباني هم ورکړه، تر وروستي حده اخلاص هم وکړه، سختیو او کړاوونو ته هم ټټر ووهه او همدارنګه ډول ډول تورونه هم ومنه، خو په پایله کې یې ملامتیا هم ور په برخه شه.

14 thoughts on “نور په دري ژبه نه غږیږم! / عبدالجمیل ممتاز”
  1. Grana likwala!
    Deyra shaista likena dey kerhi da. Khdai dey wekrhi chey warta norey likeney ham pe lika krhey.
    De taand jalpahey chelawoonki am zeny tabserey de beyzaya dar aw mozer ihtyat le wajey ne khperawi.
    Ke tse ne wayu ne mo ragheygi aw ke tse wayu Janai kada kawi! Dey haal ta ye raweresaweloo.

  2. د ډیر محترم عبدالجلیل ممتا ز صاحب څخه د زړه له کومی مننه چی په ډیر اړینه موضوع یی زمونږ سرونه راخلاص کړی او خدای وکړه چه مونږ پښتانه د په خپل ګریوان کی سر ښکته کړو او د راپیښو مشکلاتو د حل لپاره په ګډه کار وکړو. یو ځل بیا ستاسی ده لازواله همکاری نه ډیره مننه

  3. په خپله ژبه غږیدل د هر انسان لږترلږه طبیعي حق او ځینو برخو کې حتی مسوولیت دی. د طبیعي حق کارول برید نلري. لیکنه منطقي او زغرده ده، همداسې لیکنو ته اړتیا ده چې د پښتنو دغه هویت سانسوري پای ته ورسوي. لیکوال ته بریا او توفیق غواړم.

  4. الله ج ژبه یواز او یوازی د افهام او تهفیم لپاره خلق کری ده، دری یا پښتو او یا هم انګلیسی موڼژ باید د خپل ویجار وطن د جورولو دپاره کار وکرو او زحمت وباسو که وطن په دری او یا پښتو خبری کولو سره جوریژی نو بیا زه حاضر یم چه یوازی په هغه ژبه خبری وکرم په کوم چی وطن جوریژی

  5. ممتاز صیب ډیره ښه تبصره دی کړی،په قلم دی برکت شه د نخښی منځ دی وویشته،په دی کی په بل چا پړه اچول هسی ځان غولول دي،مونږ خپله په خپلی ژبی شرمیږو،نور به زمونږ ژبه څنګه زده کړي،اوس هم نا وخته نه ده خو قرباني غواړي باید په پښتو ژبه کتابونه چاپ شي او تر کلو او بانډو ورسول شي ،زمونږ نر او ښځه باید باسواده یا لوستی شي،زمونږ ټول مشران محافظه کاره دي،اوس چی ځنو خراسانو د خراسان مسله رامنځ ته کړیده او افغانیت هم رانه اخلي ،ټول ورته غلي ناست دي،په پارلمان کی پښتنو ته ښکنځل وشول ،نه چا لوی څارنوالۍ ته کش کړل اونه ورته څوک څه ویلی شي خو که یون د ملي هویت په اړه یو څو خبری وکړی ،وایي ملي وحدت مو خرابوي،حال داچی هغوي زمونږ ملي هویت نه مني،لنډه دا چی دا خراسان یا خراسان غوښتونکي دا هڅه لري چی لمړۍ د افغان کلمه په هویت پاڼو کی له منځه یوسي اوپه دوهم ګام کی به د افغنستان د نوم د بدلولو طرحه رامخ ته کړي ځکه چی د دوي په وینا په دی خاوره کی خو یوازی پښتانه نه اوسي نور قومونه هم شته نو باید یو داسی نوم غوره شي چی ټولو ته د منلو وړوي.دخوشال بابا یو شعر دی. چی هر څو یی سمومه نه سمیږی پښتانه دي د کږی خښتی دیوال، مننه

  6. پښتون په ارګ کې ناست دی، هغه تر خپلې پښتو ژبې ډېر په دري ژبه روانې خبرې کوي، دا د دې لپاره چې د دواړو ملي ژبو تعادل په
    (پام کې ونیول شي.

    یوازي پښتو زبه دقانون اساسي سره سم ملي زبه ده

    او زه هم نور په دري او پاړسي خبري نه کوم

  7. ممتاز وروره ستاسو له پاکو احساساتو ډیره مننه چی په ښکلی او منطقی مضمون کی مو بیان کړی دی. پښتو ژبه د ګرامر ، لغاتونو او بیان له لحاظه هیڅ کمبود نه لری. په پخوا وختونو کی هغه ژبه رسمی وه چی د دولت لوړرتبه مقامات او شاهانو خبری پری کولی. د افغانستان تاریخ کی د شاهانو مورنۍ ژبه دری وه او دوی دربار هم په همدی ژبه خبری کولی. مګر د خلکو او ولسونو ژبی ته چا توجه نه ده کړی. د ظاهر شاه د واکمنی په وروستیو کی ستاسو په شان با احساسه ځوانانو د خپلی ژبی خدمت ته ملا وتړله او خپله ژبه یی په رسمیاتو کی شامله کړه او دادی تر دی ځای را ورسیدله. اوس ستاسو وار دی چی د خپلی ژبی خدمت ته ملا وتړی. له مختلفو ژبو باندنی علمی ، ادبی، سیاسی ، کلتوری ، تاریخی، دینی او…. آثار وژباړل شی، او په هر ولایت کی لوی لوی کتابتونونه تاسیس او ځوانان له مطالعی او لیک لوست سره بلد کړل شی. تر ټولو مهمه خبره داده چی خپلی خویندی باسواده کړو، دوی بیا خپل ماشومانو ته تعلیم په مورنۍ ژبه ورزده کړی . د خپلی ژبی قدر به هلته پوه شو چی پوهنتون په خپله مورنۍ ژبه ولولو او زمونږ استادان په پښتو تدریس وکړی او کورنۍ وظیفی هم له پښتو آثارو نه آماده کړل شی.
    که زمونږ هر یو روڼ آندی یو علمی اثر په پښتو ولیکی او یا یو مهم علمی ، تاریخی، مذهبی ، ادبی …. مقاله له بلی خارجی ژبی را وژباړو او خپله ژبه د انترنت ژبه کړو چی ټول هیواد وال تری ګټه واخلی . بیا وګوری چی په لسو کلونو کی څومره پر مختګ کوو. تاسو وګوری که زمونږ یو دینی عالم یو دوه کتابونه په روانه او علمی پښتو ترجمه یا ولیکی څومره پښتانه به تری ګټه پورته کړی. که یو شاعر یو ښه خوند ور او له محتوی ډک شعر ولیکی بیا به زمونږ خوږ ژبی هنرمندان د هغوی شعرونه په څومره ښکلی آواز کی په سندروکی ووایی.
    زما هیله داده چی په خپلو لیکنو کی د نورو له توهین کولو نه ژغورنه وشی او خپلی لیکنی په خوږو او ادبی الفاظو کی د خپلو ولسونو د یوالی او د افغانیت او اسلامیت په روحیه کی ولیکی . که هغه بیا انترنت له لاری خپری شی ، ټول ځوانان به ګټه تری واخلی. له تاند او نورو درنو سایتونو نه ډیره مننه چی دخپلی ژبی او ځوانانو د راويښولو او روزنی ته یی له خپلو شخصی امکاناتو نه پراخه زمینه برابره کړیده. حضرت بریال

  8. ملګريه ښه ليکنه ده؛ خو ډېر احساساتي روان يې–غوسه شوی يې 🙂

    يوازې په پښتو خبرې کولو او ليکلو زمونږ ستونزې نه حل کېږي.

    مونږ ته زده کړه، سياسي شعور او انګليسي اړينه ده او کېدای شي نور څه هم؛ بيا به خپل ارزښتونه راخپل کړو–اوس په مات او ګوډ ځان هېڅ هم نه شو کولی

    درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *