تاند(سې شنبه، د میزان ۲۳) یوه استرالیايي بندي ته، چې د یوه پولیس افسر د وژلو په تور یې په ناحقه ۱۹ کاله په بند کې تېر کړي و، ۷ ملیون ډالر(نژدې ۵ ملیون امریکايي ډالر) تاوان ورکړ شو.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، ډویویډ ایسټمن (David Eastman) په ۱۹۹۳ م کال د استرالیا د فدرالي پولیس کالین وینچستر د وژلو په تور محکوم شو.
وینچسترتر دې ۶ کاله پخوا وژل شوی و او لا هم څرګنده نه ده چې چا وژلی دی.
خو ۷۴ کلن ایستمن مخکې تر دې چې د ناحقه بند په خاطر د حکومت له لوري ۷ ملیون استرالیايي ډالر ومني، د ۳ ملیونه او ۸ لکه استرالیايي ډالرو تاوان وړاندیز یې رد کړی و.
ده د دوشنبې په ورځ (اکتوبر۱۴) په کانبرا کې د استرالیا په ستره محکمه کې وویل، د محکمې د ناعادلانه پرېکړې له کبله له خپلې کورنۍ سره د ډېر وخت تېرولو او د کار کولو چانسونه له لاسه ورکړي او په عین حال کې یې د حبس په موده کې ورور او خور مړه شوي دي او دی یې له لیدو محروم شوی دی.
ایسټمن د ۱۹ ملیون ډالره غرامت غوښتنه کړې وه.
په نړۍ کې داسې ډېر کسان ناحقه بندیان شوي چې د ځینو بې ګناهي څرګنده شوې خو ځینې تر پایه نه دي پېژندل شوي.
د سږ کال په اګست کې د امریکا د مشیګان ایالت یوې محکمې ډیویډ ګاویټ له ۲۶ کاله قید تېرولو وروسته بېګناه وپېژانده. ده ۲۶ کاله په ناحقه په بند کې تېر کړل. (تفصیل)
په ۲۰۱۶ م کال د لویزیانا ایالت یوې محکمې یو بندي له ۴۰ کاله کوټه قلفي بند تېرولو وروسته بېګناه وپېژانده او خوشي یې کړ. (تفصیل)
په ۲۰۱۴ م کال په همدې ایالت کې یو بل تن، چې ګلین فورډ نومېږي له ۲۶ کلونو بند تېرولو وروسته خوشي کړ. (تفصیل)
خو تر ټولو تراژیکه پېښه د اټییس جانسن وه. نوموړی په ۲۰۱۵ م کال له ۴۴ کاله قید تېرولو وروسته خلاص شو.
دی ۲۵ کلن و چې زندان ته واچول شو او په ۶۹ کلنۍ کې خوشي شو. جانسن له زندانه له راوتلو وروسته په دې حیران شو چې دنیا یو مخ بدله شوې ده. ټکنالوژي د ده ټولنه له هغه وخته چې دی بندي کېده، یو مخ بدله کړې وه. (تفصیل)
له ۴۴ کاله بنده وروسته په راغلي بدلون د یوه امریکايي بنديحیرانتیا