تاند – د افغانستان د کرکټ تر نولس کلنو لږ عمره لوبغاړو نن (۳۱ اګست) د مالیزیا په مرکز کوالالامپر کې د متحد عربي اماراتو تر نولس کلنو ټیټ عمره لوبغاړو ته په لس ویکټو ماتې ورکړه.
د اسیایي شورا په دې لوبو کې دا دوهمه پرله پسې لوبه ده چې افغان لوبغاړي یې په لسو ویکټو ګټي. تیره لوبه یې له نیپال څخه په لسو ویکټو ګټلې وه او تر هغې مخکې یې د دې ټورنمنټ په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه له سعودي عربستان څخه په اتو ویکټو وړې وه.
د دې پنځوس اورو لوبو په لړ کې نن لومړی بیټنګ د متحد عربي اماراتو ټیم وکړ او په یو دیرشم اوور کې یې د ۸۸ منډو له جوړیدو سره ټول لوبغاړي وسوځیدل.
د عربي متحد اماراتو په دې اته اتیا منډو کې شل رنزه اضافي و چې په پښه لګیدلي وو یا پراخ توپونه و چې لوبڅار تیروتنې ګڼلې وې.
د افغانستان له لورې طارق د مخالف ټیم پنځه لوبغاړي وسوځول، ضیاالرحمان دوې ویکټې واخیستې، راشد خان هم دوه اماراتیان اوټ کړل او یوه ویکټه هم محمد ظاهر ترلاسه کړه.
One thought on “نولس کلنو افغان لوبغاړو اماراتو ته هم په ۱۰ ویکټونو ماتې ورکړه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *