د افغانستان تر نولس کلونو لږ عمره کرکټ لوبغاړو د مالیزیا په مرکز کوالالامپور کې نن /شنبه/ د نیپال تر نولس کلونو کم عمره لوبغاړو ته په لس ویکټو ماتې ورکړه.

د اسیا د غوره لیګ د پنځوس اورونو دا لوبه چې نن پیل شوه لومړی بیټنګ پکې نیپالي لوبغاړو وکړ او په اته څلویښتم اورو کې یې ټول لوبغاړي د ۱۲۳ منډو له جوړیدو سره وسوځیدل.

د افغانستان له لورې ضیا الرحمان او پرویزملکزي هر یوه درې درې ویکټې واخیستې، نوید الحق د نیپال دوه لوبغاړي وسوځول او کریم جنت هم یو ویکټ خپل کړ.

ټاکلي هدف ته افغان لوبغاړي په ۲۵ اوور کې ورسید او د پیل دواړه لوبغاړي حضرت الله او نصیر خان وتوانیدل چې پنځوسیزه پوره کړي. حضرت الله ۶۸ رنزه او نصیر خان ۵۷ رنزه وکړل او دواړه تر اخره پاتې شول.

تیره ورځ /جمعه/ افغان لوبډلې د اسیا غوره لیګ سیالیو د روانو لوبو په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه له کویت څخه په اتو ویکټو ګټلې وه.

افغان لوبغاړي به بل سبا له عربي متحد اماراتو سره، د دوشنبه په ورځ له سعودي عربستان سره او چهارشنبه په ورځ له کوربه مالیزیا سره لوبه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *