اجمل درمان

بالاخره د ولس هغه انتظار هم پای ته ورسید چې، د حمل په ۱۶ او بیا د جوزا په ۲۴ یې قربانۍ ورکړې وې او بیا یې پایلو ته شیبې شمارلې.

ټاکل شوې وه چې د چنګاښ په ۱۱ نیټه د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۹۳۰ محلونو د رايې د بیا شمیرنې له امله دا نيټه وځنډیده. د دې ځنډ په اړه ځینو خلکو داسې هم انګیرله چې په ټاکنو کمیسیون د یو شمیر کورنیو او بهرنیو کړیو د فشارونو او د دواړو نوماندانو د سیاسي او تخنیکي ټيمونو د خپل منځیو ناستو له امله دا ځنډ را منځته شوی دی.

په هر صورت، د هر ډول فشارونو سره سره بیا هم تیره ورځ (د چنګاښ ۱۶) د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دویم پړاو ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلام کړې. په دې کې ډاکټر اشرف غني احمدزي چې په لومړي پړاو کې یې تقریبا ۳۲ سلنه رایې ګټلې وې، د ۵۶،۴۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو بریالی شو. او سیال یې ډاکټر عبدالله عبدالله چې په لومړي پړاو ټاکنو کې یې ۴۵ سلنه رایې ګټلې وې د ۴۳،۵۶ سلنه رایو په ترلاسه کولو یې دویم ځاي خپل کړ.

راځو دېته چې ولس خو په دواړو پړاوونو کې حماسه جوړه کړه او ښه په جوش او خروش یې په کې ونډه واخیسته. هغه مسولیت او ازموینه چې ولس ته په کار وه، ولس په ډیر ښه شکل ادا کړه او په کې بریالی راووت. اوس به ولس د دواړو نوماندانو څخه ازموینه اخلي.

بریالی نوماند خو په ازمیښت کې دی او ولس یې هغه کړو ژمنو پوره کیدو ته شیبې شماري چې په ټاکنیزو منډو ترړو کې ورسره د نوماندانو لخوا شوې وې. او بایلونکی نوماند بیا له دې هم د سترې ازموینې سره مخ دی. دا ازموینه د نوماند د شخصیت، علمیت او سیاسي پوهې او اخلاقو ازموینه ده.

په پرمختللو هیوادونو کې چې ټاکنې ترسره شي، بریالی نوماند په ټاکنو کې د ولس د پراخ ګډون مننه کوي او قربانۍ یې ستایې. او همدارنګه د خپل را تلونکې دولت په سیاسي او تخنیکي جوړښت غور او فکر کوي.

ددې تر څنګ بایلونکی (ناکام) نوماند هم په خپله د ماتې احساس کوي او خپل سیال ته د ګلو ګيډۍ په ورکولو مبارکي ورکوي. ښه بیلګه یې د هندوستان هیواد پخوانی لومړنی صدراعظم من موهن سنګ یادولی شو چې د اوسني لومړني صدراعظم نریندرا مودي په مقابل کې یې خپله ماتې په ورین تندي ومنله او سیال ته یې د ګلو ګیډۍ په ورکولو مبارکي وویله.

خو د افغانستان په څیر هیوادونو کې چې دیموکراسۍ په کې نوی قدم ایښی وي، د سیاسیونو څخه یې د داسې بشردوستانه او ملتپالانه کړنو هیله لرل ډیر کم لیدل کیږي. ځکه چې ولسواکي په کې هغې کچې ته نه ده رسیدلې چې بایلونکی نوماند دې د خپلې ماتې احساس وکړي، او د اوصولو له مخې، بریالي نوماند ته مبارکي ورکړي. خو بیا هم ولس د بایلونکي نوماند څخه، د ماتې منلو او ټاکنیزو اوصولو ته د ژمن پاتې کیدو هیله لري. نه دا چې د احساساتو پر بنا او د تندو ترخو خبرو په کولو سره د موازي دولت د جوړولو وړاندوینه وکړي.

اوس ولس د بایلونکي نوماند د حوصیلې، سیاسي پوهې او سیاسي اخلاقو ازموینه اخلي او د بریالي نوماند د کړو ژمنو ته د ژمنتیا.

ولس په دې ازموینه کې د دواړو نوماندانو د بریالیتوب هیله لري او خداي (ج) دې وکړې چې، دواړه په کې د ښو نمرو په ترلاسه کولو سره بریالي شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *