د ډاکټر عطاالله زیارمل لیکنه
د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د انتخاباتو د نتایجو د اعلانولو لپاره لا له وړاندې نېټه ښودلې، چې حتی خپله کمیسیون هم د ټاکنو پایلې له هغې نېټې څخه مخکې نه اعلانوي، نو هغه کسان چې په خپل سر د نتایجو اعلان کوي دا په څرګنده د قانون څخه سرغړاوی او یو غیرقانوني عمل دی، چې باید د ټولټاکنو د شکایتونو خپلواک کمیسیون دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي او سرغړونکي یې عدلي ارګانونو ته ور وپېژني ترڅو د قانون په رڼا کې ورسره چلند وکړي. ځینې به وايي چې سرغړونکي خو معلوم دی، مګر په رسمي چوکاټ کې بیا هره اداره باید له اړوندې ادارې څخه په رسمي ډول مکتوب تر لاسه کړي ترڅو د هغې موضوع په اړه اجراات وکړي.
ملګري ملتونه او هم نړیوال ناظرین مسؤلیت لري، چې د ټولټاکنو څخه وروسته ناقانونیو ته جدي پاملرنه وکړي تر څو ټول نوماندان او د هغوی پلویان د خلکو رایو ته درناوی وکړي، هغه چې د امنیتي ګواښونو سره سره یې په ټولټاکنو کې ونډه واخیسته. تاسې به لیدلي وي چې د لویې پکتیا په سیمه کې د رایو ورکولو په مرکز باندې مخالفینو حمله کړې وه او په څو کیلومترۍ کې یې دواړو غاړو پر یو بل ډزې کولې خو دوی خپل د خوښې نوماند ته رایې ورکولې. ولس څومره په مېړانه په دې انتخاباتو کې ګډون وکړ او د دوی رایو ته باید احترام وشي.
په پای کې له نوماندانو څخه دا تمه کېږي چې، ټول باید مهذب چلند خپل کړي او نور هم مهذب او مدني چلند ته را وبولي، او په دې کار سره خپل ولس ته وښيي چې نور د ګډوډیو د رامنځته کولو او له قانون څخه د ځان لوړ ګڼلو وخت تېر دی، تر څو خلکو ته جوت شي چې هر ډول غیر مدني چلند نور د فشار وسیله نشي کیدای او نه هم باید د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره یې څوک وکاروي. ټول نوماندان باید حوصله وکړي ترڅو خپله د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو نتیجې اعلان کړي او د نتایجو د اعلان سره سم باید بریالي نوماند ته مبارکي ورکړي او په خپلو طرحو له سره غور وکړي ترڅو ځانته معلومه کړي چې دا ځل ولې ولس ورباندې باور و نه کړ؟
د یو سوکاله افغانستان په هیله