Pronomen 

له دې د مخه په نوم غږیږو؛

Nomen  نوم (نومونه) 

پیلیادونه: یوچا لیکلي و، چې لیکنه مې کیدی شي د الماني د اغیز لاندې وي. په دې کې خو شک نه شته، چې زما وتونژبه الماني ده، نو هرومرو به یې اغیز زیات وي، خو د پښتو لیکندود سره به ناسمون نه راولي. زما ټوله زده کړه له الماني ده او د الماني لیکنه بیا د پښتو د اغیز لاندې ده.

Einleitung پیلونه:

نوم (شی هم دۍ، شي وی،بنسټوی یا نوموی بللکیږي)  شیان ښایي(لکه میز، کاسه)، ژوندي شیان( ښځه) اوذهني نومونه (هوا). نومونه بیا په پښتو نارینه او ښځینه باندې وېشل کیږي.

  نر- ښځیوالي نومونه Genus 

په الماني ژبه کې د ګینوس یا نر-ښځیوالي نومونو له پاره ارتیکلونه دي، چې د هغوله مخې ن، ښ او نرښځی پیژندل کیږي. موږ په پښتو کې نرښځي نوم پرته له انسانانو څخه په نورونومونو کې نه لرو. همدا نرـ ښځینوالی لرو، چې  دا له پای توري څخه جوتیږي. زرکه، سپوږمۍ، لمر، ستوری او نور.

ښځینه نومونه داسې پیژندل کیږي، چې پای کې یې دا توري وي: ې،ۍ،ه ،….

نارینه نومونه داسې پیژندل کیږي،چې پای یې یا بی – یا ناخوزنده توری وي، دا په دې مانا، چې پای یې کوم غږلرونکی توری نه وي، لکه سپک، دروند، چینار او …..

خو دا باید په کلکه په ګوته کړم، چې د پای توري په دې اغیز نه لري، دا په دې مانا، چې ګوندې یو وی يه پایوې له دې یادو تورو ولري، نوهغه دې ښځینه یا نارینه نوم وي، دا په دې مانا،چې دا تورې نومونه نه جوړوي، د تورو له مخې نر-ښځیوالي نومونه پیژندل کیدی شي او نه ټاکل کیدی.

د غږلرونکو توروله مخې د کړنې او نومونو توپیرهم نه شي کیدی، دا په دې مانا، چې موږنه شو ویلی، چې کړنه ده، ځکه یې د ،، ئ، سره لیکو، دا په دې مانا، چې نومیاله اوکړیاله ،، ۍ ،، او،، ئ،، غبرګې نه شته، دا په دې مانا، چې ،، ئ ،، نه شته.

په ډېره بخښنه، چې د دې پورته ،، ئ ،، سره مې داسې لږ تاوتريخوالی دۍ. زه وایم،چې دا نه شته، نو ځکه یې په بیلګو کې زیاته راوړم، چې ښایي هلته اړیینه هم نه وي، خو څه وکړم؟ بیا هم بخښنه کوۍ. 

Pronomen  نومځاینیوي (هم: له پاره ویونه): 

یادونه: ګومان مې دۍ، چې زموږ زبپوهان ورته نومځري؟ وای، خو پوره باوري نه یم او په بل نوم یې هم نه پوهیږم، داسې بخښنې راته کوۍ، ملامت یم، خو څه وکړم، زموږد پښتو یا بیخي په پښتو پوهنې لا تراوسه کورته نه دي راغلي، لکه دا په نوروژبو پوهنې. پوهیږو، چې دالیکنې له کورڅخه بې له کتاب او کتابتون سرته رسوو.

نومځاینیوي:

په الماني کې له الماني رانیولې ورته ،،له پاره،، ویونه هم وایي. پرونوم د نوم ځای نیسي، نو له دې امله نومځاینیوي هم بلل کیږي اوګردانیږي یعنې بدلیږي. په لاندې کې به وهڅیږو، چې څنګه موږ له الماني څخه دا پښتو رااخستلی شو اوڅنګه له دې سره مخ ته ځو.

د الماني لاندې پرونومونه یا نومځاینیوي د بیلګې په توګه څیړو: 

Personalpronomen, Possessivpronomen, Reflexivpronomen, Relativpronomen او  Interrogativpronomen.

Personalpronomen ځانیز یا شخصي نومځاینیوي

ځانیز یا شخصي نومځاینیوي دي:  زه، ته، هغه(ن او ښ)، موږ، تاسو(ن،ښ)، هغوي او د هغوي بدلیدونکې بڼې دي.

ګومان مې دۍ، چې پښتو کې پرته له پورته دا لاندې هم ځانیز نومځاینیوي وي، چې دا به یې لږترلږه د الماني او فارسي سره توپیروي: ما، موږ، تا، تاسو، هغه، هغې، هغوي(ن،ښ). دا پورته په یاد راوړو، چې نومځاینیوي ځایونه سره بدلوي یا سره بدلیږي.

یادونه: دلته هرومروزموږ د ژبپوهانو لیکنو ته پوره اړتیا ده، زه خو به داسې لږ سرسري مخ ته ځم، ژوره لیکنه بیا په ډېره بخښنه زه هم ژبپوهانو ته پريږدم.

موږ ځانیز نومځاینیوي کړی شو دا د بلل شوې نومونو په ځای ولیکو، په خپل ځان خبرې وکړو همداسې له نورو کسانوسر څه ووایو یا خبرې وکړو. 

خودلته داړیینه یادونه: دا یادونه هم نه ده،دا دموضوع اړونده برخه جوړوي، چې په  درې، الماني او پښتوکې یې غونډلې څنګه جوړیږي او کوم نومځانیوي ورته راوړل کیږي:

بیلګې:

په الماني کې وایو

Ich habe eine KatzeSie ist schwarz.  

زه یوه پیشو لرم، هغه توره ده 

من یک پشک دارم،او سیاه است

په الماني او درې ژبو کې د هر وخت  له پاره همدا Ich او،، من،، راځي او یواځې کړونی بدلیږي یا بڼه بدلیږي، خو په پښتوکې داسې نه ده، چې لاندې یې راوړو: 

په پښتو کې کړوني هم بڼه-بدلیږي او نومځاینیوي هم بدلیږي.

زه یوه پيشولرم  = من یک پشک دارم

زه به یوه پيشو ولرم = من یک پیشک خواهیم داشت، خو 

ما یوه پیشو لرله  = من یک پیشک داشتم 

بله بیلګه :

Das ist mein Koffer. (Begleiter)  دا زما بکس دۍ ( ورسره یا مل)
Das ist meiner. (Ersatz) دا زما دۍ ( په بدل کې) 

په الماني او درې کې ګورو، چې کړنوی بدلیږي، خو په پښتو کې نه دا چې کړنوی بدلیږي، خپله نومځاینیوی هم بدلیږي، چې دا لږ ترلږه په الماني اوفارسي یا درې کې داسې نه دي، چې زه همدې  دې لیکنې ته راوبللم یا راوهڅولو. 

دا به وروسته لږنوره هم روښانه کړو.

Possessivpronomen خاوندوالي – یا څښتنوالي نومځاینیوي 

دا پوسسیسیو نومځاینیوي( خوندیوالي نومځاینیوي) اړوندوالی یا خاوندوالی یعنې ملکیت په ګوته کوي، موږدا دوه سره توپیروو  د مل په څیر او د نومځاینیوي په څیر د په ځای په بڼه یا په څیر

بیلګه

دا زما بکس دۍ

دا زما دۍ.

راګرځیدونې نومځاینیوي Reflexivpronomen

رفلکسیو- یا راګرځیدوني نومځاینیوي موږ د راګرځیدنې یا بیرته راګرځیدنې سره (ځان تیرباسل یا ځان تیروتل، ځان ناسمیدل( غلتیدل(غلطیدل؟))) او  رامات کړنو ( ځان پیژندل) سره کاروو 

بلګه:

Ich habe mich verlaufen. ما ځان تیرباسه یا زه تیروتلم (خبره په ما اوزه کې ده)
Wir kennen uns موږسره پیژنو

که پام وکړو، نودلته هم هرومروپښتو او الماني،همداسې فارسي  بل ډول دي.

Relativpronomen نسبتي نومځای نیوي 

د نسبتي نومځاینیوو (  هغه، دا، کوم،…) سره موږ نسبتي غونډالې په ګوته کوو.

بیلګه:

Die Polizei sucht den Mann, der die Bank überfallen hat.

پولیس سړی لټوی، کوم چې بانک وهلی.

Interrogativpronomen پوښتنویینیز- یا پوښتنیز نومځاینیوي

پوښتنیزنومځاینیوي ( څوک، څه شی، چاته، د چا)  په پوښتنغونډاله کې د نوم په خاي راځي، د هغه پسې  یا د کوم چې موږ پوښتنه کوو.

بیلګه:

د درې سره به لږ ستونځې ولرم، خوزه پوهیږم، چې تاسوله ما ښه پوهیږۍ.

Wer wird das sagen? دا به څوک ووایې؟

Wer sagt das? دا څوک وایي

Wer hat das gesagt ?  دا چا وویل؟ 

Wer hat das gesagt gehab? دا چا ویلي وو؟

یادونه: دلته ګوره له،، څوک،، څخه ،،چا ته،،لاړه. درې سره یې پوره توپیر شته.

.Demonstrativpronomen پام راګرځونې نومځاینیوي دي: دا،هغه ، کوم چې . موږ پام راګرځووني ڼومځای نیوي هلته کاروو، چې یو څه ( د نورو له ډلې) راوباسو یا غوره کوو یا د پاموړ ګرځوو.

بیلګې:

Möchten Sie dieses Hemd oder jenes?  تاسو دا کمیس غواړې یا هغه؟

Indefinitpronomen ناټاکلي نومځاینیوي.

دې ناټاکلو نومځاینیوو پورې د بیلګې په توګه اړه لرۍ یوڅه، نه،سړی، یوڅوک، هر. موږ دا کاروو، کله چې موږ یوشی ټولیزکوو

بیلګه:

  Kannst du etwas für mich tun?  ( ایا) ته زما له پاره یوڅه کړی شې؟

Deklination von Pronomen  د نومځاینیوو بدلیدنه

د لته د نومځاینیوو په بدلیدنې  او پوسیسیو نومځاینیووباندې پوره غږیږو:

 بیلګه:

Er hat seinen Kaffee nicht getrunken

هغه خپله کافې نه ده څښلې. ( که ټکي په ټکي یې وژباړو: هغه د هغه ( د همده) کافې نه ده څښلې)

پای یاونه: د مخه مې هم ګوته ورته ونیوه، چې دا نومځاینیوي او نومونه یې له الماني رانیول شوي. زما هیله دا ده، چې پام دې ورته وکړو، چې دا په پښتو څنګه بلل کیږي اوکوم او څنګه دي.

دا د نومځاینیوو په پښتو بلنه کې دې ګران ژبپوهان مرسته وکړي.

پسې لیکنه: د دري ژبو افغانانو ستونځې د پښتو (له نومځاینیوو) سره اود اوبي لارې چارې یې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *