عبدالستار ایدهي

تاند – د ایدهي فاونډېشن مشر او نومیالی بشردوست شخص عبدالستار ایدهي د جمعې په ورځ د جولای په ۸مه مړ شو.

عبدالستار ایدهي په ۱۹۲۸ کال د هندوستان د ګوجرات ایالت په بنتوا سیمه کې زېږېدلی وو. هغه لا ۱۹ کلن وو چې مور یې د فلج ناروغۍ له امله مړه شوه، چې دغې پېښې نوموړی د ژوند په چارو کې یوازې پاتې کړ خو خپلو هڅو ته یې دوام ورکړ.

په ۱۹۴۷ کال کې ارواښاد ایدهي پاکستان ته مهاجر شو، چې په ۱۹۵۱ کال کې هغه د ایدهي فاونډېشن اساس کېښود. عبدالستار ایدهي په ۱۹۶۵ کال کې د بلقیس په نامه یوې نرسې سره واده وکړ چې له هغې سره ګډ دوه زامن او دوه لوڼې لري.

د عبدالستار ایدهي له خوا جوړ شوي ایدهي فاونډېشن تر دې دمه له ۲۰ زرو نه د ډېرو غورځول شويو ماشومانو ژوند ژغورلی، له ۵۰ زرو نه ډېر یتیمان یې روزلي، او له ۴۰ زرو نه ډېر نرسانې او نرسان یې روزلي دي.

ایدهي فاونډېشن په افریقا، منځني ختیځ، پاکستان، قفقاز سیمه او ختیځه اروپا کې فعالیت کوي. دغه فاونډېشن په پاکستان کې ۱۸۰۰ امبولانسونه لري چې د ورځې په اوسط ډول ۶ زره ټیلیفونونه ورته راځي او هغوی ورسره مرسته کوي. د دې ترڅنګ، درې هوایي امبولانسونه او ۲۸ د نجات کشتۍ لري چې د طبیعي افتونو پر وخت ترې ګټه اخلي.

ارواښاد عبدالستار ایدهي د بشري خواخوږۍ د کار په بهیر کې په ۱۹۸۸ کال کې د پخواني شوروي اتحاد د لینن د سولې جایزه، په ۱۹۸۹ کال کې د پاکستان نشان امتیاز، او په ۲۰۱۰ کال کې د احمدیه مسلمانانو د سولې جایزه ترلاسه کړل. نوموړی نن د ۸۸ کالو په عمر د پښتورګي د ناروغۍ په نتیجه کې مړ شو چې مړی به یې په کراچۍ کې خاورو ته وسپارل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *