د وږې په ٩نېټه د ورځې په ١١بجو او ٤٥ دقيقو ، تاريخي ارګ ته د يوې مهمې ليدنې لپاره له تاريخي دروازو داخل شوو،مخکې هم دوه ځلې ارګ ته تللى وم ، سختې او زياتې تلاشۍ وې،دا ځل په اسانۍ مګر بيا هم تر جدې څارنې لاندې دافغانستان دپاچايانو دکار او ژوند کلا ته ورننوتو ،ارګ ته د داخليدو داسانۍ لامل د دولت ديو مهم او خدمتګار چارواکي سره يوځاى تګ وو.

د ارګ دروازې ډيرې لويې دي،خو هرڅوک دغه مهم ځاى ته د ننوتو اجازه نه لري ،په هر ځاى کې ساتونکي ولاړ له کشر او مشر پوښتنې کوي، ولې ددې خبرې يادونه اړينه بولم چې همدا ساتونکي د هغه چا سره ښه انډيوالي پالي چې دوى پرې ګران وي.

هر دولت او ملت لرغوني او تاريخ بيانونکي ځايونه لري ،د شاهانو او واک لرونکو مشرانو لپاره ځانګړې او ښکلې ودانۍ لري ، افغانستان هم لرغونى تاريخ لري او هم په خپله سينه کې زياتې شاهانه کيسې او دستانونه لري.

د اوسني ارګ لپاره امير عبدالرحمن خان ځمکه خوښه او ځانګړې کړه په ١٢٩٩لمريز کال يې نقشه جوړه او په ١٣٠٠ لمريز کال کې پرې کار پيل شو ،اوسنى ارګ دکابل په زړه کې جوړ شوى ،داسې جوړ شوى چې ليدل يې دهر چا لپاره اړين دي.

خو په تيرو جګړو کې داسې وران شو چې بيا يې دجوړيدو تمه نه وه ،دتاريخونو په هديره بدل شو،دپاچايانو او واک لرونکو په زندان بدل شو او دمملکت لپاره دبحران په خزانه بدل شو،اوس چې هرڅوک دغه مهم ځاى ته ورځي نو په زړه او ذهن کې يې ويره هم شتون لري ،که د ارګ هغه انځورونه وليدل شي چې دجګړو پرمهال اخيستل شوي نو د تيرو جګړو او ناخوالو منفي اغيزې او پايلې به ورتې ښې څرګندې شې.

د ارګ ديوالونه ډير اوږده مګر دپاچايانو عمر په کې لنډ وي ،په هر ګوټ کې يې داسې څه تر سترګو کيږي چې دليدونکي لپاره ځانګړى مفهوم ،ارزښت او پيغام لري.

يو څو دقيقې مې د ارګ په منځ کې شاوخوا وکتل هرڅه مې چې ليدل ور سره سم مې په ذهن کې دلوستي تاريخې پاڼې اوښتي ،په همدې سره دماسپهين دلمانځه وخت شو ،د ارګ ښکلي جومات ته داخل شوو ،ډير مشران هم وو ،تر څلور رکعته سنت لمونځ اداء کولو وروسته مې په وروستي کتار کې اوسنى ولسمشر وليدو ،سپينې جامې يې اغوستې وې ، په څيره کې يې د عاجزۍ او غوسې نښې نښانې تر سترګو کيدلې،دلمونځ تر اداء کولو وروسته يې د ډوډۍ خوړلو او ليدنې دځاى پر لور روان شو،دلارې په اوږدو کې ولسمشر له يو ديني عالم سره خبرې پيل کړې دخبرو پرمهال يې د ټولې اسلامي نړۍ پر اوسني حالت خواشيني څرګنده کړه د حالاتو دسمون او ښه والي لپاره يې داسلامي امت وحدت يواځنۍ لاره ياده کړه ،په تلو تلو کې مې د ولسمشر خبرې اوريدلې ،په لنډه لاره يې دغربي نړۍ ستر قدرتونه په نړۍ کې دموجوده ستونزو اصلي زيږونکي په ګوته کړل.

يوې ښکلې ماڼۍ ته ننوتو ،دغرمې ډوډۍ مخکې تياره شوې وه،خدمت کوونکي په ليکه کې ولاړ وو،ماڼۍ ته په داخليدو سره مې په ديوال نصب شويو انځورونو ته پام شو ،هر انځور دافغانستان دلرغونې تاريخ او هويت يوه کيسه کوله ،د کلي دخلکو په خبره ډوډۍ ډيره غوړه وه يعنې هرڅه پاخه شوي وو ،د دربار ډوډۍ وه ،ډيره مزه داره هم وه مګر د عدالت خبره خو دا ده چې هر افغان بايد په خپل دسترخان ورته ډوډۍ درلودى،ولې اوس په دې هېواد کې زياتې داسې کورنۍ شته چې دخوراک ډوډۍ نه لري ،په مظلومۍ او بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د ډوډۍ خوړلو پرمهال ولسمشر پر ميز ناستو مېلمنو ته دسپورت کولو توصيه وکړه ويې ويل هرڅوک چې سپورت کوي ښه روغتيا او ژوند به لري او څوک چې زيات کار کوي ښه هېواد او روښانه راتلونکې به لري ، دايې هم وويل چې زه کار او سپورت دواړه کوم خو وزيران مې راته ناست وي ،له خبرو يې داسې ښکاره شوه چې دکابينې وزيران په کار اوسپورت دواړو کې کمزوري دي.

تر ډوډۍ خوړلو وروسته يې لنډې رسمي خبرې هم وکړې ،پر وحدت ،بشردوستۍ او تعليم باندې زيات ټينګار وکړ ،د ډيورنډ کرښه يې د واحد ملت دبېلتون کرغيړنه کرښه ياده کړه ،دلوى افغانستان جغرافيه يې تشريح کړه ،له انګريزانو يې سخت سر وټکاو.

وروسته يې خپل د دفتر رئيس خرم صاحب ته وويل خرم صاحب ! په راغلو مېلمنو د ارګ ټولې ماڼۍ او خونې وګورئ ،د ارګ دنورو برخو تر ليدو مخکې مې له يو مهم کس څخه دخرم صاحب په تړاو يوڅو پوښتنې وکړې، ځوابونه ډير مثبت وو داسې معلومات مې ترلاسه کړل چې په ارګ کې خرم صاحب پاک شخص دى،ولسمشر پرې باور لري او د دواړو خبره يوه وي، هغه څه چې شخصاً زه پرې مخکې خبر وم ،هغه دامريکا پر وړاندې د ولسمشر او خرم صاحب واحده تګ لاره ده چې مشر او کشر په يوه لاره روان دي.

ليدنې مو دکوتي باغچې څخه پيل کړي په حرمسراى ور داخل شو، دسلام خانې ماڼۍ ته ونه رسيدو،دلکشا ماڼۍ مو له لرې وليده،دګلخانې ماڼۍ مو هم ترسترګو شوه ،د ارګ برجونه او دارګ نور تاسيسات مو يا له نږدې او يا له لرې وليدل ، داسې مو وليدل چې د هرڅه په تړاو مو دنويو پرمختګونو په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړل.

مهمه او پيغام رسونکې خبره دا ده چې ،اوس په تعميراتي لحاظ په ارګ کې هرڅه بدل شوي خو په سياسي لحاظ اوس هم هلته ويره او خطر پټ دى،ارګ نوى شوى،اوسني ولسمشر په خپله کاري دوره کې د جګړو سيورۍ او انځور د ارګ له هر ديوال لرې کړى دى ،پاکي ،نظم او ښکلا هر لوري ته ليدل کيږي مونږ اوس نوى ارګ لرو ،ولې دنوي ولسمشر او نوي حکومت څرک نه ليدل کيږي ولس ورته په تمه دى.

په ارګ کې مې وليدل چې د ارګ د هر ماڼۍ او خونۍ چوکۍ ډيرې ژورې او کلکې جوړې شوې وې ،هر څوک چې پرې کېښنې په سختۍ ترې پورته کيږي، که ناست کسان پرې پاتې شي ديموکراسي به خاورو ته وسپارل شي او که په قانوني او سوله ييزه توګه واک حق دار ته وسپارل شي د ارګ ماڼۍ به همداسې ښکلې پاتې شي.

په همدې ليدنه کې مې له ولسمشر د کرايي کور په اړه يوه خبره هم وا وريدله ،ويې ويل چې د کورونو کرايې سختې لوړې شوې دي او کرايې ټولې پر ډالرو دي ،داسې ښکاري چې له ارګ باندې يې دځان لپاره زيات کورونه ليدلي او غواړي چې ارګ پريږدي او نوي ولسمشر ته يې وسپاري ، که خبره همداسې وي نو د ولسواکۍ او هېواد په ګټه ده او که داسې نه وي نو بيا يې پايله منفي ده.

اوس بايد ارګ ته هغه څوک راشي چې ولس ورته رايې ورکړې ،قدرت بايد هغه چاته وسپارل شي چې دمشروعيت پربنسټ يې وړتيا ،اهليت او لياقت هم لري او هرهغه څوک چې د ولس له رايې پرته قدرت غواړي ، په واقعيت کې خيانت کوي او پر ټول ملت زهر خوري.

د ولس هيله دا ده چې نوى ارګ بايد نوى ولسمشر ولري داسې ولسمشر چې په هېواد کې شته ستونزې هوارې او شوي پرمختګونه وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *